
بادغیس؛ عسکرو خپل ملګري طالبانو ته ژوندي په ګوتو ورکړي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): بادغیس کې د دولتي عسکرو یوه پوسته کې څو تنو له طالبانو سره جوړه کړې او څو نور يې ژوندي طالبانو ته په لاس ورکړي دي.
پېښه د دې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ په مورچاق سیمه کې شوې ده.
طالبانو په خپله رسمي پاڼه د دې خبر تر څنګ هغه تصویرونه هم خپاره کړي چې ژوندي په ګوتو ورغلي عسکر پکې ښکاري.
د طالبانو خبرپاڼه کې له دوی سره جوړ شوي عسکر با احساسه یاد کړي دي: «بیګاه شپه دوه نیمي بجې د بااحساسه عسکرو په مټ د یوه ځانګړي تړون له مخې د مزدور دښمن یوه دفاعي پوسته فتحه او پکې میشت درې تنه عسکر ژوندي اسیران شول.»
د بادغیس ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.