افغانستان

پر بهرنیو عسکرو بریدګر افغان سرتېری له سختو شکنجو وروسته وژل شوی دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د طالبانو نفوذي هغه افغان سرتیری چې بهرني عسکر یې وژلي وو، حکومتي عسکرو تر تعذیب او شکنجو لاندې وژلی دی.

شاوخوا یوه میاشت وړاندې د تېر اکتوبر پر ۲۲مه یو تن افغان سرتېري وحیدالله پر بهرنیو ځواکونو د ټوپک شپېلۍ ور واړوله او څو تنو يې ته مرګ‌ژوبله واړوله.

پېښه د هرات ولایت شینډنډ هوايي ډګر کې پر چکي عسکر د ځانګړو ځواکونو د یو سرتېري له لوري وشوه.

تازه نیویارک ټایمز د افغان چارواکو په حواله ويلي چې وحیدالله بهرنیو ځواکونو ته ژوندی په ګوتو ورغی، شکنجه کړی يې دی او په بې هوښۍ کې يې دولتي عسکرو ته بېرته سپارلی دی او هغوی وژلی دی.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت یو ویاند وايي، چې دوی دا پېښه څېړي او دعوه کوي چې که دغه افغان سرتېری د دوی د عسکرو له لوري شکنجه شوی وي دوی به يې پوښتنه وکړي.

د چک جمهوریت تر څنګ امریکایان هم وايي چې وحیدالله د طالبانو نفوذي عسکر و، چې طالبانو يې هم یادونه کړې وه، خو سرچینه يې د کورنۍ په حواله وايي چې هغه له طالبانو سره کومې اړیکي نه درلودې.

وحیدالله شاوخوا یو نیم کال وړاندې د ننګرهار له کوټ ولسوالۍ څخه په پوځي لیکو ننوت او په پای کې د بهرنیانو له شکنجې وروسته د دولتي عسکرو له لوري په سخت ډول ووژل وشو.

نیویارک ټایمز يې د کورنۍ په حواله وايي چې د هغه پر جسد د سختو شکنجو اثار ښکارېدل.

چک د خپلو عسکرو له لوري د دې سرتېري وژنه نه تاییدوي، دا هېواد په افغانستان کې د ناټو تر چتر لاندې ۲۵۰ عسکر لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx