افغانستان

ولسشمریزې او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې یو ځای ترسره کېږي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو کمیسیون یو پرېکړه لیک چې له رسنیو سره شریک شوی، پکې راغلي چې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره شي.

دې کمیسیون تېره ورځ (سه شنبه، ۶لېندۍ) د اوو غړو په ګډون چې شپږو تنو يې توافق ښوودلی، پرېکړه کړې چې د غزني د ولسي جرګې ټاکنې او ولسمشریزې ټاکنې به د را روان لمریز کال د لومړۍ میاشتې په وروستۍ ورځ ترسره شي.

د پرېکړې له مخې د ولایتي او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې به د سنبلې میاشتې په ۳۱مه ترسره شي.

وړاندې تر دې وال‌سټریټ ژورنال داسې راپور ورکړی و، چې امریکا د سولې د خبرو اترو له امله د ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډ غور کوي.

دوه ورځې وړاندې د ټاکنو کمیسیون د ویاند یو مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي هم وویل، چې دوی پر دوو طرحو کار کوي چې په یوه کې يې دا ټاکنې څو میاشتې ځنډول کېږي.

د ټاکنیزې پروسې د څارونکو بنسټونو په باور د ټاکنو کمیسیون د حکومت په مشور او ان امر چارې پر مخ وړي، ځکه خو يې دا پرېکړه هم وروستۍ نه شې بلل کېدلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x