خوست؛ د همایون وسله‌والو څلورو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ولسي جرګې د لومړي مرستیال همایون همایون وسله‌والو په خوست ښار کې یو تن ملکي وګړی وژلی او د یو ماشوم په ګډون يې درې نور ټپیان کړي دي.

تېر مازیګر مهال د همایون همایون د وسله‌والو د دې اقدام په غبرګون کې لسګونو کسانو لاریون وکړ او د هغه پر ضد یې شعارونه ورکول.

لاریونوالو ټینګار کاوه چې باید همایون همایون څارنوالۍ ته معرفي شي.

لانجه وروسته له هغه رامنځته شوه، چې ځايي خلکو د ولسي جرګې مرستیال پر غصب تورن کړ او ويې ویل چې په پردیو ځمکو کې کورونه جوړوي او کاریګري يې کار نه دروي.

همایون همایون دعوه کوي چې د دې ځمکې اسناد لري او په وینا يې له پلاره ور پاتې ده.

هغه له یو خصوصي تلویزون سره خبرو کې وویل، چې ډزې د دواړو لوریو له خوا شوي دي او د مرګ‌ژوبلې د تایید تر څګ يې له جزییاتو ناخبري وښوده.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د