
طالبان حکومت ته د زورواکو پر وړاندې د خپل دور مبارزه وریادوي
نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د روانې اوونۍ په پیل کې حکومت پلازمېنه کابل کې اربکی قومندان عليپور ونیو، چې د فشارونو له امله يې یوه ورځ وروسته بېرته خوشي کړ.
طالبانو په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې حکومت ته خپل وخت ور یاد کړی، چې په نشتو امکاناتو يې د ګڼو زورواکو، پاټکیانو او ګلمجمو ټغر ور ټول کړ.
د طالبانو د اعلامیې له مخې که څه هم کابل اداره کوم مشروعیت نه لري، خو پخپلې دې چارې سره يې د دوی د ځان له لوري ځان ته ورکړل شوی مشروعیت هم له خاورو سره خاورې کړ.
«دغه پیښه او د احکامو او پالیسیو په تنفیذ کې د کابل د ادارې ناتواني ثابتوي، چې دغه تش په نامه حکومت په حقیقت کې حکومت نه بلکې یوه خنثی او بې ارادې ډلګۍ ده چې نه کوم مشروعیت لري او نه د خپلو سیاستونو د اعمال جرئت او قدرت ورسره شته.»
طالبان د اسلامي امارت د واکمنۍ د پیل یادونه کوي او زیاتوي: «د افغانستان اسلامي امارت دوه لسیزې وړاندې د افغانستان په زرګونو جګړه ماران او ټوپکیان نه یوازې دخلکو له آزار او اذیت څخه را وګرځول، بلکې هغوی یې مجازات کړل، له هیواده یې وشړل، پاټکونه او پوستې یې ورختمې کړې او ټول هیواد یې ترې په امن کړ. »
د اعلاميې په پای کې ټینګار شوی چې د پردیو له لوري را منځته شوې ادره کله هم د یو مشروع نظام په نوم نهشي یادېدلی.
«د افغانستان اسلامي امارت په دې باور دی چې د اشغال تر سیوري لاندې موږ هیڅکله د یوه واقعي، معتبر او باحیثیته نظام څښتن کیدلای نه شو. کوم نظام چې نامشروع او ګوډاګۍ وي او د خپلو سیاستونو د اعمال توان نلري هغه به ضرور ناتوان او بې اعتباره هم وي او بیا به حتی د یوه عادي مجرم او قاتل په وړاندې په ګونډو او د اولس او نړۍ دخندا وي.»
رښتیا هم کچیرته داوسنې نظام دولت کړو وړوته سلوک او دوه ګونی چلندته متوجه شو پایله به مو داوی چی په زیاته کچه نیمګړتیاوی محسوسیږی او هر فرد په دی پوهیږی چی اصلیت دکوم بنسټ له لوری وران اونظام یی په خپله لاس خراب کړی ده ویلای شو چی ناګواره کړه وړه هرعمل او هره کړنه باندی پوره تاثیر اچوی پاتی دی نه وی چی په تیره اخیره کې دا تشویش هم دافغانانوپښتنوپه فکر کې ځای نیولی ده چی دسیاست اړخونه اوس همداسی دی اوکه یونظام یادولت دسیاست اړخونه ندی مطالعه کړی دډیرو نیمګړتیاوو په تکرار سره واټن پیدا اودوه… نور لوستل »