ورزش

صالح محمدي په سنوکر نړيوالو سياليو کې دويم مقام وګاټه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۷ ليندۍ، ۱۳۹۷): د سنوکر په نړيوالو سياليو کې افغان لوبغاړي صالح محمد محمدي د سنوکر په نړيوالو سياليو ( آی بي ایف ایس) کې د نړۍ په کچه دويم مقام ترلاسه کړ.

د سنوکر دغه سيالۍ په ميانمار هېواد کې ترسره شوې، چې په کې د افغانستان په شمول د نړۍ ۳۲ هېوادونو برخه اخيستې وه، د افغانستان لخواصالح محمدي افغانستان ته وياړ وګاټه او د نړۍ دويم مقام يې ترلاسه کړ.

دغه سيالۍ د نومبر مياستې له ۱۳مې نېټې څخه تر ۲۷مې نېټې پورې دوام درلود‌‌، درې افغان لوبغاړو (صالح محمد محمدي، رئيس خان سنزي او زمری حساس ګډون کړی و، چې له منځه يې صالح محمدي دويم مقام ترلاسه کړ.

صالح محمدي ددغو سياليو پايلوبی ته له ويلز هېواد لوبغاړي دارین مورګن سره سیالي وکړه، په دغه سيالۍ کې صالح په لوړ توپير (شپږ-صفر) ماتې وخوړه چې دويم مقام يې ترلاسه کړ.

افغان لوبغاړي په ګروپي سیالیو کې د استرالیا، اتریش، میانمار، هندوستان، جاپان، مغلستان، قطر او تایلند هیوادونو څخه لوبغاړو ته ماتې ورکړې او پای لوبې ته یې لار پیدا کړه.

محمدي رسنيو ته له پايلوبې وروسته وويل: ” ما وکولای شول اتو ملکونو ته ماتې ورکړم، خو متآسفانه په پای لوبه کې مې وبایلله، د خپل هېواد وضعيت او د نورو هیوادونو اسانتياو ته چې ګورم ما په تش لاس دا مقام ګټلی دی”.

د يادونې ده چې صالح محمد محمدي تردې وړاندې په ۲۰۱۳ کال کې د آسیا جام، په ۲۰۱۵ کال کې په ټیمي سیالیو کې اتلولي او سږکال په انفرادي سیالیو کې دویم مقام وګټو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x