پاکستان کې هر کال له ۲۰ زرو زیات کسان پر ایډز ناروغۍ اخته کیږي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۷ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): ایډز د (Acquired Immune Deficiency Syndrome) مخفف دی چې معنا یې د انساني بدن د ایمون سیستم یا د ناروغیو ضد مقاومت کولو واک له منځه تللو ته وایي، او دا د (HIV) وایروس څخه منځ ته راځي.

د ایډز ناروغي په عام ډول يوه شرموونکی ناروغي بلل کيږي، د رامنځته کېدلو یو شمېر لاملونه ښودل کیږي خو ځينې کره یې د نامشروع جنسي اړیکو، استعمال شویو ستنو او له یو کس نه بل ته د وینې ورکړه ښودل شوي دي.

له تېرو ډیرو کلونو راهیسي په دغه ناروغۍ کې یو شمېر زیاتوالی راغلی خو ځینې هېوادونه د نورو په پرتله تر ډیرې اندازې زیات پر دغه ناروغۍ تر اغیز لاندې دي.

ددغه هېوادونو په سر کې د سویلي افریقا هېواد دی چې له ۷.۱ ملیونو څخه زیات کسان یې پر ایډز ناروغۍ اخته دي، چې د هېواد۱۰ سلنه خلک کیږي، په دویم نمبر د نایجیریا هېواد دی چې ۳.۵ ملیونه، هند ۲.۲ ملیونه او پاکستان کې تر ۱۵۰ زرو زیات کسان په یاده ناروغۍ اخته دي.

ویل کیږي چې پاکستان هېواد کې اوسمهال له ۱۵۰ زرو زیات ناروغان په ایچ آی وي ایډز ناروغۍ اخته دي اوهر کال له ۲۰ زرو زیات نور کسان هم پر دغه ناوړه ناروغۍ اخته کیږي، چې له ۶۰ سلنه زیات ناروغان یې په پنجاب ایالت کې دي او تر ټولو کم یې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې ښودل شوي دي.

په دغه هېواد کې د ایډز په اړه د روغتیا مسوولینو ترمنځ کانفرنس ترسره شو، چې په کې د ایډز ناروغۍ زیاتوالي انديښنه ښودل شوې او ویلي يې دي چې دغه ناروغي په چټکۍ سره خپریږي، د مفت علاج ترڅنګ هم ناروغان درملنې ته نه ځي چې د یادې ناروغۍ د ډیروالي لامل شوی.

یاده دې وي چې تېر کال د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم ویلي وو چې په هېواد کې د غوره درملنې نه شتون له کبله د ایډز ناروغي د پراخېدو په حال کې ده، له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۷ پورې ټولې ۲۵۲۲ پېښې ثبت شوي چې یوازې په ۲۰۱۷م کال کې ۲۳۲ پېښې ثبت شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د