پرون/ حفیظ الدین پیرزادہ

پرون راته جانانه بې حسابه یادیدې

پرون مې دې ارمان وکړ‎ په زړ‎ہ مې وریدې

پرون درپسې ټول کابل په سرو سترگو ژړ‎ل
پرون مو د عزت فرشتې لوڅې گډیدې

پرون د مړ‎ہ ملا یاد مې په زړ‎ہ کې شوله څړ‎یکه
پرون مې ھغه مړ‎ې جذبې له سرہ لړ‎زیدې

پرون یو څو چیت پوزو ټول نظام را مسخرہ کړ
پرون مو د ناموس لمن ته خاورې بادیدې

پرون مې د ھیواد بایللي برم پیغور راکړ‎‎
پرون مو د غیرت شملې له شرمه ټیټیدې

پرون مې زوړ‎ پرھار په بیکسۍ پورې خندل
پرون مې د کابل پر مخ تڼاکې ټوکیدې

پرون مې مټکور ته له زړ‎گي نه آہ وتلی
پرون مې په بې وسه ولس اوښکې بھیدې

پرون مې مفکر ته دا د حال په ژبه وویل
چې خر مھار کوی نه شې، پرې ولې سپریدې؟!

پرون مې ویل طالبه! رب دې ژر راوله یارہ!
نور ستا په انتظار کې مو زارې و چاودیدې
___________________________________________

حفیظ الدین پیرزادہ
د نومبر ۲۷/ ۲۰۱۸ م
ستاکھولم سویدن

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د