افغانستان

ګډو عسکرو هلمند کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ اتلس غړي وژلي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د هلمند ولايت ګرمسېر ولسوالۍ کې ګډو عسکرو د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ اتلس غړي وژلي دي.

د هلمند ولايت چارواکي په سيمه کې د عملياتو پخلی کوي، خو ملکيانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي، خو يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته منلې، چې ګرمسېر ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د يوې کورنۍ اتلس غړي وژل شوي، چې  ښځې او ماشومان هم په کې دي.

د سيمې خلکو هم رسنيو ته ويلي، چې کورنيو او بهرنيو عسکرو د ځمکنيو او هوايي عملياتو پر مهال د ګرمسېر په کوشتې سيمه کې د حاجي اختر محمد پر کور بمبارۍ کې اتلس کسان وژلي دي.

د مسير ورځپاڼې مسؤول مدير او کابل پوهنتون استاد اسد وحيدي او د کابل پريس کلب مشر خبريال قریب الرحمن شهاب هم په خپل ټويټر پاڼو ليکلي، چې ګډو عسکرو په هلمند کې شل ملکيان وژلي دي.

د کورنيو او بهرنيو عسکرو له لوري د عملياتو پر مهال د ملکيانو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې او د هلمند سربېره په ننګرهار،کاپيسا، لوګر، پروان، کندوز او نورو سيمو کې هم د ځمکنيو عملياتو او بمباريو پر مهال ډېری وخت ملکيان په نښه کېږي، خو تر اوسه د ګډ حکومت د چارواکو په ګډون نړيوالې ټولنې او د بشري حقونو فعالانو په دې اړه کوم ځانګړی ګام نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x