افغانستان

د وچکالۍ او بې وزلۍ له امله په هرات او بادغیس کې ۱۶۱ ماشومان پلورل شوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو د ماشومانو نړيوال صندق «يونيسيف» وايي، يوازې په هرات او بادغيس ولايتونو کې خلکو د بې کارۍ او وچکالۍ له امله ۱۶۱ ماشومان پلورلي دي.

د يونيسيف وياندې اليس پارکر په جنيوا کې رسنيو ته ويلي، چې په افغانستان کې د وچکالي او بې وزلۍ له امله د  ماشومانو پلورل خطرناکې پېښې دي، چې لسګونو کورنيو د خپلو اړتياوو او قرضونو د خلاصولو په موخه خپل ماشومان پلورلي دي.

د مرمرين په نوم يوه مېرمن، چې د کډوالو په يوه پنډغالي کې ژوند کوي، خپله شپږ کلنه لور په درې زره ډالر پلورلې ده.

د يونيسيف وياندې په جنيوا کې دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د ګډ حکومت دواړو مشرانو د جنيوا کنفرانس ګډونوالو ته د خپل حکومت د لاسته راوړنو په اړه رنګارنګ ادعاوې وکړې او خپلې تګلارې  يې بريالۍ بللي دي.

په هېواد کې د وچکالۍ له امله لکونو پسونه او غواګانې د مرګ له ګواښ سره مخ دي، کروندې وچکالۍ وهلي، د بزرګانو مېوې د مناسب بازار د نه شتون له امله په باغونو کې خرابې شوې او سربېره پر دې، د کورنيو او بهرنيو عسکرو د عملياتو او بمباريو پر مهال د ملکي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې ده، خو حکومت بيا هم خپلې چارې او تګلاره بریالۍ بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x