شهزاد محمدي ولې له هېوادوالو ګیله من دی؟

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۷ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان ملي لوبډلې نامتو توپوهونکی او ویکټ کیپر محمد شهزاد محمدي د هېوادوالو د یو شمېر نېوکو سره مخ شوی.

شهزاد محمدي چې د ملي لوبډلې ترڅنګ په نړیواله کچه هم د توپوهنې ځانګړی سټایل او مینوال لري، خو د هېوادوالو له ډيرو سختو او بېځایه نېوکو څخه تنګ راغلی چې اوس یې په اړه خوله خلاصه کړه.

شهزاد محمدي لومړی په داخلي لوبو کې د لوبڅار سره په بد اخلاقۍ تورن شو، دویم وار په داسې حال کې له توندو نېوکو سره مخ شو چې د تورخم له لارې پاکستان هېواد ته تللی او له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی و. ویل کیږي د شهزاد محمدي کورنۍ تر دا مهاله په پاکستان کې استوګن دي.

په درېیم وار شهزاد محمدي او یو شمېر نورو افغان لوبغاړو په داسې حال کې له سختو نېوکو سره مخ کیږي چې د پاکستان د تبلیغي جماعت مشر مولانا طارق جمیل سره یې په عربي اماراتو کې لیدلي وو، له لیدنې وروسته یوازې محمد شهزاد له نېوکو سره مخ شو خو نور لوبغاړي چا نه یادول.

محمد شهزاد ولې له هېوادوالو ګیلمن دی؟

که له یوه اړخه شهزاد محمدي د یوه دیني عالم سره په لیدلو تورنیږي، خو له بل پلوه راشد خان، محمد نبي د لوڅو ښځو او فلمي اکترانو سره په عکسونو ویستلو د هیڅ چا د نیوکو لاندې نه راځي.

د لس اوریزو سیالیو له پېل څخه وړاندې راشد خان د یوې لوڅې ښځې سره د اشتهاري اعلان فلم کولو پرمهال عکسونه ویستي وو، همدا ډول یې له هندي اکترانو سره چې لس اوریزو سیالیو ته راغلي وو عکسونه ویستي وو او په ټولنیزو رسنیو کې یې خپاره کړي وو.

محمد شهزاد پاکستان ته په تللو تورنیږي خو اوسمهال د راشد خان او ځینو نورو لوبغاړو کورنۍ هم په پاکستان کې استوګن دي، که څه هم راشد خان دغه هېواد ته له تېرو دوو کلونو راهیسې سفر نه دی کړی.

محمد شهزاد محمدي یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې «افغانان دې کرېکټ او سیاست سره نه یوځای کوي، دا جلا جلا ځای لري، هغه پښتانه چې د پاکستان لوبډلې برخه دي زمونږ سره ښې اړیکې لري او د یوه بل ښه ملګري یو».

نوموړي زیاته کړه چې اوسمهال که څه هم زه د پښتون لوبډلې برخه نه یم خو په میلمستیا او نورو ګپ شپو ځایونو کې له دوی سره یوځای یم.

د هغه پوښتنې په ځواب کې چې پښتانه او کرېکټ ته د سیاست په نظر ګوري شهزاد محمدي وویل چې زمونږ افغانان دې خدای پوه کړي مونږ یې نشو پوهولای، دوی باید د نېوکو پرځای له یو یا دوه ساعته لوبې خوند واخلي.

د یادونې وړ ده چې محمد شهزاد دا مهال په لس اوریزو سیالیو کې د راجپوتز لوبډلې مهمه برخه ده، چې په لومړۍ سیالۍ کې یې یو شمېر ریکارډونه هم په خپل نوم کړل، نوموړی د ځانګړي سټایل سره په نړۍ کې د تفریحي او سرګرمه لوبغاړي نوم لري.

تبصرې (1)

  • تاسو د ملا جمیل ویډیو لیدلی چی په پښتنو ملنډی وهی؟ بله خبره: پنجابی ملایان####، خو وایی چی په افغانستان کی جهاد روا دی. اوس افغانانو د پنجابیانو سره کینه اخستی، که هر څومره عالم او ملا هم وي نه کیږی. بیا دغه د پنجابی زوی شهراد چی هغه سره په اردو کی خبری کوی باور وکړه جی اوووف چی ورسره نزدی وای بیا بدی لیدل چی څه می پری کول.