افغانستان

ارګ د مذاکراتو مشورتي بورډ اعلان کړ

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): څه موده وړاندې چې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانستان او قطر ته د مذاکراتو په اړه سفرونه وکړل او له طالب چارواکو او دولت له غړو سره يې وليدل، د ګډ حکومت مشر محمد اشرف غني انديښنه څرګنده کړه چې ګواکې دوی به په دې برخه کې له پامه وغورځول شي.

هغه مهال محمد اشرف غني هم له بيلابيلو جهادي او سياسي مشرانو سره په کابل کې ناستې وکړې او له طالبانو سره د
مذاکراتو د روان بهير په اړه يې بحثونه وکړل او هغه مهال يې د مذاکراتو د مشورتي بورډ د جوړېدو خبر ورکړ خو په رسمي توګه نه و اعلان شوی چې نن اعلان شو.

که څه هم د ارګ له خبرداري نه مخکې ځينو کورنيو رسنیو د مشورتي بورډ د اعضاوو يادونه کړې وه خو ارګ لا په رسمي توګه دا ۱۲ کسيزه ډله نه وه اعلان کړې چې نن يې اعلان کړه.

دغه مشورتي بورډ چې د صلاحيتونو په اړه يې څه نه دي ويل شوي او نه هم دا څرګنده شوې ده چې دا بورډ به د سولې د عالي شورا ځای ونيسي او که په دې برخه کې به نورې چارې پر مخ يوسي.

په هغه ليست کې چې له ارګ څخه خپور شوی دی په کې عبدالسلام رحيمي د دې دولس کسيز بورډ مشر ياد شوی چې په کې د نارينه وو ترڅنګ ميرمنې هم شتون لري.

په دې ۱۲ کسيز بورډ کې د ولسمشرۍ دفتر رئيس عبدالسلام رحيمي ددې بورډ د مشر په توګه، د ښوونې او رزونې وزير محمد ميرويس بلخي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزيره حسينه صافۍ، د لوړو زده کړو وزارت معين عبدالتواب کرزی، د مهاجرينو او بيرته راستنيدونکو کډوالو معينه ډاکټر عالمه، د ملي امنيت عمومي رياست معاون جنر عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضايي، د علماوو د شورا غړی مولوي عطاء الله لودين، د پکتيا والي شميم خان کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطايي، د بهرنيو چارو وزارت د فرهنګي چارو رئيس توريالی غياثي او د حج اوقاف وزارت معين مولوي عبدالحکيم منيب د مشورتي بورډ د غړو په توګه ټاکل شوي دي.

ددې سربيره دا بورډ نهه بيلابېلې کميټې لري چې په کې د سياسي رهبرانو کميټه، د سياسي ګوندونو کميټه، د ځوانانو کميټه، د ميرمنو کميټه، د علماوو کميټه، د ولایتي مشرانو کميټه، د مدني ټولنو کميټه، د خصوصي سکتور کميټه، د کډوالو او کوچيانو کميټې شاملې دې، خو په اعلاميه کې د کميټو غړي نه دي په نښه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
pattang

داڅه دغوایې زامن دي په سر ددې چې غله دالر خواره او مذدوران دي په کار هم نه پوهیږي !
مشورتي بورد خاصه او خاصه دنده لري نو دا نه کمیټې یې څه احماقت دي !!‌ زه د رزیلانو ته حیران پاتې یم خو دا رزیلان بیا دالر شوکه کوي !!

مولوی احمد

السلام علیکم دصلحی شورا سہ وکڑہ چہ اوس دا بورڈ وکی ٹول ددالرے دھضمہ ولو لپارہ پلمی دی ای دافغانستان خلکو بیدار اوسی ستاسو پہ نامہ پیسی رازی او چڑچی دوی پہ کوی

لونګ

مولوی صیب. ستاسو نوشتی په اردو لیکل شوی دی که په پښتو؟ اول دا مشکل ته خپل حل کړه چی خلک ووایی چی ته افغان یی نه پاکستانی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x