افغانستان

کرزی: د خلکو په کورونو بمباري د ټولو انساني ارزښتونو خلاف عمل دی

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي ډ هلمند ولايت په ګرمسير ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په کورونو بريدونه او بمباري غندلي او دا يې د ټولو بشري ارزښتونو خلاف عمل بللی دی.

تيره شپه د هلمند ولايت ګرمسير ولسوالۍ په دراب کلي کې د ګډو ځواکونو په هوايي برید کې ۳۰ تنه ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ډير يې ښځې او ماشومان وو.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له رسنيز دفتر نه په خپره شوې اعلامیه کې د ملکي وګړو په کورونو هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندل شوي دي.

اعلامیه زیاتوي چې د ملکي وګړو په کورونو هوايي بریدونه د ټولو بشري ارزښتونو خلاف عمل دی او دا ډول بریدونه د سولې روانې هڅی زيانمنولی شي.

حامد کرزي په جګړه کې له ښکېلو غاړو څخه غوښتي چې د ولسي وګړو ژوند ته پام وکړي ترڅو په جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخه ونيول شي، همدا راز ښکیل لوري بايد د جګړې په ځای سولې او امن ته کار وکړي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې د ولسي وګړو په کورونو هوايي بریدونه او چاپې زياتې شوي او نژدې هره ورځ د ولسي وګړو په کورونو د هوايي بریدونو او چاپو خبرونه ورکول کيږي چې له امله یې ګڼو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د نظم نوین جهانی د بشری ناورین د رامنځته کولو او ساتلو د پاره تر ټولو لویه لاسته راوړنه د خوږو او سپیڅلو اصطلاحاتو کارول او لکه د ملګری ملتو ، یوناما، بشری حقوقو ، ښځو حقوقو ، ماشومانو حقوق ، د بیان ازادی ، د خلکو ټاکنی او ورته نور داسی نومونه او نهادونه یی رامنځته کړی چه له نومونو یی د مظلوم بشریت ددردمنو زړونه ملهم کیږی ولی برخلاف هماغه نومونه او نهادونه په اصل کی د ځنګل د لویانو او ګیدړانو نومونه او سمبولونه دی . حتی لکه د نجیب، کرزی، او غنی په شان تر ټولو… نور لوستل »

عبدالواحد اڅګزۍ

کرزۍ منافق دۍ اوس هم کوښښ کوی چه امریکایان اواشغالګرپرملک قابض وی دغه کمی خبرچه کوی امریکاپه دی پوهوی چه زه افغانانوته درواغ وایم په باطن کښی داسی اراده نلرم – هغه چه کرزی له امریکاسره تړون نه امضاء کاوۍ هغه دده ددریم چانس دپاره دامریکاپه صلاح یوه دسیسه وه دافغانستان دملت دخطایستلودۍ امریکاته ظاهرشاه معرفی چه داهم زموږدکورنۍ غوندی دملک دښمن خودپرسته دۍ.

pattang

دې فاسد خو اشغالګر راوستل او په سر کې یې ګډېده !جیبونه یې ډک کړل او جنګي جنایتکاران یې ملګري کړل نو اوس غواړي چې اولس ته ځان شاغلی معرفي کړي !!

غوربندي

له اشغال وروسته د افغانانو په محکومولو او د فساد په خورولو او کرلو کې د کرزی خاين رول د نورو ټولو لاسپوڅو په نسبت ۹۹ سلنه دی .

دا خاين په افغانستان کې د ټولو ناخوالو او افساد شيطاني پلار بللاي شو.

تاريخ که تحريف نکړل شي نو کرزی به د افغانستان په تاريخ کې د بلواکئ او غلامئ سرلاری ثبتيژي.

لونګ

همدا کرزی وو چی هزاره ګانو ته یی زمینه برابره کړه او شمالی تړواله یی کافرانو ته داسی یوه بلا ور وښوده چی هغوی هم له څه نه ورتیر شول. د شر او فساد کسان یی په غټو پستونو وګمارل، د فساد تلویزیونی چینلو ته یی وده ور کړه حتی تر هغه چی خپله یی هم له ایران څخه په ډاګه پیسی تر لاسه کولی. دا د مداری ځوی داسی کارونه وکړل چی تر اوسه پوری چا په تاریخ کی نه وو کړی. یوه بیسواده کس ته یی د ډګرجنرالی رتبی، او حتی مارشالی رتبی ورکړی څو ځان پری وساتی.… نور لوستل »

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x