افغانستان

طالبان: کابل ښار کې مو لسګونو کورنيو او بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۷لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کابل ښار په ختيځ نهمه حوزه کې د بهرنيانو پر خصوصي پوځي مرکز د موټر بم او وسله وال برید مسؤوليت طالبانو منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دوی يوه سرتيري بریدګر لومړی د ګورګا په نوم د بهرنيانو پر خصوصي پوځي مرکز موټر بم برید وکړ، چې ټول  موانع يې له منځه يوړل او د مرکز ودانۍ يې هم تر ډېره ويجاړه کړه.

مجاهد زياتوي، له موټر بم وروسته نور بریدګر په سپکواو درنو وسلو سمبال ياد مرکز ته ننوتي او هلته يې له کورنيو او بهرنيو عسکرو سره جګړه پيل کړې ده.

د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نصرت رحيمي هم رسنيو ته ويلي، چې له خطرناک موټر بم وروسته د بهرنيانو پوځي کمپ ته وسله وال بریدګر ننوتي دي او جګړه روانه ده.

حکومتي چارواکو تر اوسه د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي، خو طالبانو ويلي، چې په دغه چاودنه او وسله واله نښته کې يې لسګونو کورنيو او بهرنيو عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x