طالبان: اشرف غني تر خپل صلاحیت لوړې خبرې کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبانو د مذاکراتو په اړه د ګډ حکومت د مشر اشرف غني وروستۍ څرګندونې د هغه تر سویې پورته بللي.

تېره ورځ اشرف غني د جینوا په نړیواله غونډه کې وویل چې د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی ۱۲ کسیز هیئت به په پنځو کالو کې له طالبانو سره سوله کوي. نوموړي په مذاکراتو کې په خپل «مشرتوب» ټینګار وکړ او ویې ویل چې که طالبانو سره د سولې خبرې کیږي، «مشري» یې باید د افغان حکومت په غاړه وي.

خو طالب ویاند (ذبیح الله مجاهد) یې په غبرګون کې ویلي چې دا خبرې د اشرف غني تر «صلاحیت ډیرې لوړې» دي.

نوموړي په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې څرګنده کړې چې طالبان د جګړې ترڅنګ په مذاکراتو باور لري، خو په وینا یې، له «بې واکه» جهت سره په مذاکراتو وخت نه ضایع کوي.

«اسلامي امارت د افغان مجاهد او قهرمان ملت په استازيتوب او په خپل مالکیت د مقدس جهاد د کامیابي لپاره له امریکايي اشغالګرو سره هم جګړه کوي او هم مذاکرات کوي. له بې واکه او د پردو لخوا تپل شوو جهتونو سره مذاکرات کول د وخت ضایع کیدل بولي ځکه چي بي واکه جهتونه د پریکړو اختیار نه لري».

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې طالبان د خپل ملت په استازیتوب له تېرو اتلسو کلونو راهیسې له امریکايي «اشغالګرو» سره په جګړه بوخت دي او د هیواد تر نیمايي زیاته خاوره باندې واکمن دي.

د اعلامیه په باور د کابل حکومت د امریکایانو لخوا په افغان ملت «تپل شوی رژیم» دی او په وینا یې، د افغان ولس استازیتوب نه شي کولای.

طالبان وايي چې له امریکايي «اشغالګرو» سره هم جګړه کوي، هم مذاکرات، خو په وینا یې له هغه چا سره خبرې نه کوي چې د خپلو پرېکړو واک نه لري.

په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو د مخامخ خبرو راپورونه رسنیز شول. د روانې نومبر میاشت په نیمايي کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي د قطر په پلازمینه دوحه کې د دوهم ځل لپاره له طالب استازو سره اوږدې ناستې وکړې.

د ګډ حکومت ولسمشر چې د مذاکراتو په هره ناسته او پروسه کې د خپلې مشرۍ جدي غوښتونکی دی، تر اوسه یې د امریکایانو د دغه اقدام په اړه څه نه دي ویلي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
4 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

غنی خو درست سړی وو، ولی نه پوهیږم چی ولی اوس سوله په پنځو کلو کی غواړی. هغه طمعه لری چی یو ځل بیا د پنځو کلو لپاره ریس شی. داسی نوری ټپلی ډلی هم شته چی هغوی حتی سوله هیڅ نغواړی. خو الله د وکړی چی یوه سوله زر تر زره راشی. په کوران پردی وطن لیونی شوم تر څو پوری طالبان هم په پوست پاک ندی. هغوی هم کوشش کوی چی د کابل حکومت ګوشه کړی او له امریکایانو سره یوه لار جوړه کړی. خو دا د حل لار نده که داسی وشی بیا نو سول نراځی او… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

لونګ صاحب،د سولی چه په پنځه کاله کی لږ څرک ولګی.نو موږ باید شکر ادا کړو.جګړه نور هم پیچلی شوی ده.داسی عملیات تر سره کیږی چه د دولتی استخباراتو هیڅ فکر په کی کار نه کوی،لکه د میلادالنبی چاودنه،ړ
روسیه ،ایران هم د جګړی ډاګر ته را ودنګل.سوله نه د دولت په لاس کی ده او نه د طالیب،سوله د پاکستان او امریکا په لاس کی ده،د سولی بدل پښتونستان ،او د سیندونو اوبه دی.که چیری تر دا تیریږی همدا صبا ته سوله راځی،صبر او استقامت د الله ج څخه درته غواړم،

مجاهد
میلمه
مجاهد

زمونږ ګران هیواد کی تل عیاش او ناوړه شاهی کورنیو حکومت کولو چه د هیواد په ځای د ځانو مړولو د پاره یی له هر ډول وحشت او خیانت کار اخستلو مګر دا چه د پردو غلامان نه وو ، مظلوم اولس یی د خیانتو سره سره له افغانی او اسلامی هویت نه بی برخی کوی . مګر شاه شجاع ، کرمل او کرزی او د هغوی غلام ټیمونه دری هغه غلامی څیری ی چه د انګریزانو ، روسانو او امریکایانو په ټانکو سپاره د دی مجاهد اولس د وژلو او غلامولو د پاره له خارجه هیواد ته میکپ شوی… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

مجاهده تل کوه جهاد او جنګونه،
دا توری پښی خو دی پولی نیولی دینه

سیلاب
میلمه
سیلاب

غمی د غنی اکا سره په ( ن او م ) کی توپیر لری کله مچ او مرچک جوړیږی

سیلاب
میلمه
سیلاب

غلام غنی هغه ایجړا یا فاحشه ده چه په خبلو لونډانو خلکو ته لاپی وهی ، هغه د خپلی میرمنی سره د سملاستو واک هم نه لری باداران یی د قضایی مصونیت په لرلو لمړی او د غلامی اداری چارواکی په خپلو کورو کی دوهم واک لری ، حتی که په خپلو سترګو څه ووینی نه د مقاومت وړتیا او نه د شکایت حق لری

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

په خپل وطن کی پروت یم……….زمری د جګو غرو یمه،د
دباز په شان ګرځم……….غرڅنی د کړنګو یمه
په پنجو کی می د پړانګ په شان قوت دی…….پسی اخیستی می دښمن دی تر لندنه
غمی،پښتین ، سټی کنډو ،پکتیا ګردیز