افغانستان

د ولسمشريزو ټاکنو نېټه اعلان شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ ليندۍ،۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د ولسمشريزيو ټاکنو نيټه اعلان کړې ده او ورسره همهاله به د غزني ولايت د ولسي جرګې ټاکنې هم کيږي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي چې د ۱۳۹۸ لمريز کال د وري په ۳۱ مه نېټه به ولسمشريزې ټاکنې او د غزني د ولسي جرګې ټاکنې ترسره شي.

د ولسمشريزو ټاکنو له پاره د رايه ورکوونکو نوم ليکنه به ۲۳ ورځې وروسته د مرغومي په لومړۍ نيټه پيليږي او د دلوې ترڅلورمې نيټې به دوام کوي، همدا راز به د نوماندانو نوم ليکنه به هم د مرغومي په لومړۍ نيټه پيليږی چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي.

د ولسمشريزو ټاکنو د مصوبې له مخې د رايه ورکوونکو لومړنی نوملړ به د دلوې د مياشتې په ۱۸ مه او وروستنی هغه به يې د کب د مياشتې په ۹ نيټه اعلانيږي.

د ولسمشريزو ټاکنو د کمپاينونو له پاره دوه مياشتې وخت ټاکل شوی دی چې د دلوې د مياشتې په ۲۸ مه نېټه به پيليږي او دوه مياشتې به دوام کوي.

د ټاکنو کميسيون ويلي دي چې د ولسمشريزو ټاکنو لومړنۍ پايلې به د غوايي د مياشتې په ۲۱ مه او نهايي پايلې به يې د غبرګولي د مياشتې په ۲۵ مه نيټه اعلان شي، خو دا اټکلونه د ولسي جرګې د پایلو له پاره هم شوي وو چې لاهم په بشپړه او نهايي توګه نه دي اعلان شوي او يوازې د څو ولايتونو لومړنۍ پايلې اعلان شوي دي.

د ټاکنو د ترتيب شوي مهالويش سره سم به د راتلونکي لمريز کال د وږي په ۳۰ مه نېټه به د ولايتي او ولسواليو شورا ګانو
ټاکنې ترسره شي، خو د ټاکنو کميسيون مشر عبدالبديع صياد د ټاکنو د مهالويش او کړنلارې تطبيق له کارنده عملياتي ټيم او بوديجې پورې تړلي دي.

صياد وویل چې د ټاکنو د نيټو ټولې برخې عملياتي، تخنيکي او بوديجوي پلان ته اړتيا لري او په وينا يې د ټاکنو د نيټو اعلان
يوازې يوه پاڼه نه مګر يو کتاب دی.

د ولسمشريزو ټاکنو په را روانې سيالۍ کې تر اوسه اشرف غني، حنيف اتمر، عمر داود زی او شيدا محمد ابدالي د نوماندنۍ له پاره تابيا نيولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x