افغانستان

د ملګرو ملتونو عمومي منشي: د سولې له پاره بايد ټول سره متحد شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ ليندۍ،۳۹۷ل): د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي چې په افغانستان کې د سولې پروسې د برياليتوب له پاره بايد ټول سره متحد شو ترڅو په افغانستان کې سوله او ټيکاو رامنځته شي.

د ملګرو ملتونو عممومي منشي انتونيو ګوتيرش دا څرګندونې په جينوا کې د وزيرانو غونډې ته د ويډيويي کنفرانس له لارې وکړې.

ګوتيرش وويل چې په افغانستان کې باید د سولې او ثبات له پاره ډير کار وشي او په دغه هيواد کې د جګړو او تاوتريخوالي مخه ونيول شي.

هغه زياته کړه چې افغانان له ډيرو کلونو راهيسې په جګړو او پريشانيو کې ژوند کوي او سوله او ثبات يې تر بل هر وخت او تر ټولو مهمه اړتيا ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تازه تازه امریکا د افغانستان د قضيې د حل له پاره زلمی خليلزاد د خپل ځانګړې استازي په توګه ټاکلی دی ترڅو د افغانستان قضيه له سوله ييزې لارې حل کړي.

زلمي خليلزاد د مذاکراتو په اړه دوه ځله افغانستان، قطر او د سيمې هیوادونو ته سفرونه وکړل او دلته او هلته يې له دولتي او طالب چارواکو سره په دې اړه خبرې او ناستې وکړې.

په ملګرو ملتونو له پخوا څخه دا تور هم دی چې د امريکا تر اغيز لاندې دی او په نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو کې د امریکا په وړاندې بايللې دريځ لري او د امريکا د سياستونو او پاليسو په وړاندې څه نشي ويلای او نه هم په نړۍ کې د امريکا د تيريو په اړه غږ پورته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x