د نن سرلیکنه

د هلمند د فاجعې په انعکاس کې د غني د سولې تصویر

نن ټکی اسيا سرليکنه 

ولسمشر غني د ژنیو په کانفرانس کې له خپل لوري د سولې په اړه د مشورتي بورد او د هغوی د سوله ییز ماموریت په اړه خبرې وکړي.
نوموړي وویل (( موږ د سولې یو مشورتي بورډ جوړ کړی، چې د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره کار وکړي ، دا مشورتي بورډ دولس غړي لري چې په نهو مختلفو کمېټو ویشل شوي او ټول د نننۍ ټولنې استازي دي))

ولسمشر غني وايي چې د سولې په اړه د یادې طرحې عملي کېدل لږ تر لږه پنځه کاله وخت ته اړتیا لري.

ښاغلی غني په داسې حال کې د ژنیو کانفرانس ته د سولې طرحه اعلانوي چې د هیواد په د ننه کې یې د حکومت بهرني حامیان ( امریکایان) په ډیر وحشت سره جګړه پر مخ بیايي.

هغوی د ژنیو له غونډې سره هم مهاله د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې پر یوه کور بمباري کړې چې په ترڅ کې یې ۳۰ تنه ولسي وګړي چې په هغوی کې ښځینه او ماشومان هم شامل او ټول د یوې کورنۍ غړي دي په ډیربوږنوونکي ډول وژلي دي.

تر دې چې د پیښې عیني شاهدانو رسنیو ته ویلي چې د برید ډیری قربانیان د پیژندلو نه وو او دوي یې د جسدونو ټوټې په بوجیو کې راټولې کړې دي.

د هلمند دغه بوږنوونکي پیښه د لسګونو هغو پیښو له جملې څخه یوه پیښه ده کومې چې په تیره یوه میاشت کې له هلمنده نیولې تر خوست، وردګ ، پکتیا او پکتیکا پوري څو ځله تکرار شوې دي.

ګډ حکومت د بهرنیانو د دغو مکررو جنایاتو په مقابل کې مطلق سکوت غوره کړی او کله نا کله د امریکايي ځواکونو د تبرئې په غرض د هغوی تر سره کړی جنایت هم په خپله غاړه اخلي.

د سولې له خبرو او همداراز مشورتې بورد جوړولو سره همزمان د ولسي خلګو په خلاف د دغه ډول جنایتونو تر سره کول پرته له دې چې سوله او د سولې په اړه تر سره کیدونکې هلې ځلې متضررې کړې افغان ولس ته بله هیڅ ګټه نه لري.

ښاغلي غني ته په کار دي چې د سولې په اړه د دغه ډول نمایشي کړنو او څرګندونو په ځای د خپل حکومت بهرني حامیان د افغانانو له وژلو منع کړي ، که یې د منع کولو توان نه لري کم ترکمه د هغوی په لاس تر سره شوی جنایت دي په خپله غاړه نه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شیرخان فغان

سلام علیکم… طرح علمی کیږی نه بلګي عملی کیږی همدا برخه یی درسره اصلاح کړي ..

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x