امريکايي شنونکي: افغانستان د امريکايانو له پاره په قبرستان بدل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ ليندۍ،۳۹۷ل): په افغانستان کې د جګړې تيزوالي او د طالبانو د بريدونو زياتوالي امريکايي چارواکي او شنونکي انديښمن کړي دي او اوس افغانستان تر بل هر وخت د امريکايانو له پاره ډير خونړی بولي.

د امريکا يو لوړ پوړي پخواني چارواکي او سياسي شنونکي روډني مارټينټ ويلي دي چې امريکا په افغانستان کې ناکامه شوې ده او دا هيواد يو ځل بيا د تير په څېر د امپراتوريو په هديره بدل شوی دی.

روډني مارټينټ داڅرګندونې د امريکا له پريس تلويزيون سره په يوې تازه مرکه کې کړي دي او ويلي يې دي چې په افغانستان کې بهرنيان او په ځانګړې توګه امريکا له سختې ماتې سره مخ ده او اړتيا ده چې بايد ډیر ژر له افغانستان څخه راووځي.

هغه ويلي دي چې افغانستان له پخوا راهيسې د لويو لویو امپراتوريو په قبرستان بدل شوی دی او ټولو يرغلګر هيوادونه له
دې هيواد څخه په ټيټ سر ناکام وتلي دي.

روډني مارټينټ زياتوي چې دا به د امريکا هوښياري وي چې مخکې تر مخکې له افغانستان څخه پښې سپکې کړي او ځان خوندي له دې هيواد څخه وباسي، ځکه چې امريکا نشي کولای چې د افغانستان جګړه وګټي.

نوموړی زياتوي چې د کاغذ پر مخ ډېر څه اسانه ښکاري خو په عمل کې د يوې داسې جګړې ګټل چې امريکا ورباندې ميلياردونه ډالر لګولي دي اسانه کار نه دی.

هغه په غزني کې د درې امريکايي عسکرو وژنې ته په اشارې ويلي دي چې طالبانو تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې افغانستان به د نورو امپراتوريو په څېر د امريکا له پاره هم په قبرستان بدل شي خو ټرمپ ونه منله او په افغانستان کې يې د
جګړې په اوږدولو ټينګار وکړ چې اوس تر بل هر وخت د ټرمپ اداره او ټول امريکايان په يوه خوله د افغانستان د جګړې د ختمولو غوښتونکي دي.

د يادونې وړ ده چې د تيرو اوولس کلونو په اوږدو کې نن سبا تر بل هر وخت امريکايي شنونکي، چارواکي او عام امريکايان په يوه خوله د افغانستان د جګړې د ختمولو او له افغانستان څخه د امريکايي عسکرو د ويستلو غوښتونکي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د