زلمی خليلزاد: امريکا غواړي چې د افغانستان مسئله ډير ژر حل شي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۸ ليندۍ،۳۹۷ل): له طالبانو سره د افغانستان د قضيې د حل له پاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي چې امريکا غواړي چې د افغانستان مسئله ډيره ژر حل کړي او په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي.

زلمی خليلزاد د امريکا د پي بي ايس تلويزيون سره په خبرو کې ويلي دي چې امريکا ډير ژر غواړي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي ځکه چې د افغانستان مسئله د جګړې له لارې نشي حل کېدلای.

هغه تمه ښودلې ده چې له طالبانو سره به يې روان مذاکرت ښه نتيجه ورکړي او د افغانستان مسئله به په سوله ييز ډوله حل شي.

هغه په خپلو خبرو کې ويلي دي چې افغانان بايد يو بل وزغمي او يو بل ومني ترڅو د افغانستان روان بحران له منځه لاړ شي او د افغانستان څلويښت کلن ناورين ته د پای ټکي کيښودل شي.

خليلزاد وويل چې د ټرمپ اداره د افغانستان د جګړې د ختمولو په اړه جدي دی او نور نه غواړي چې په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي او هڅه کیږي چې بهرنی ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
4 د تبصرو شمېر
5 د ځوابونو شمېر
1 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Basetkhan
میلمه
Basetkhan

داهسي خطا ايستل دي که چیرته امریکايانو حسن نیت درلودلای داسي اعمال به یې شروع کړي وای چې هغوی دصلح رنګ درلودلای خوبالعکس امریکاعملیات شپنۍ حملوته اودولسي بی وزله خلکوسهادتونوته زور ورکړی چې دانشاني دوحشت دخپرولوپه معنی دي نه دخبرو اودصلح

لونګ
میلمه
لونګ

په سیاست کی دا جوته شوی ده چی هر کله خبره د سولی جوړی ته ورسی، نو بیا دواړه خواوی کوښښ کوی چی هغه خپل آخری زور معلوم کړی څو په مباحثه خپله ونډه زیاته کړی. که چیری امریکایان بیځایه پټی سترګی بمباردونه کوی هاخوا طالبانو هم ځانمرګو ته زور ورکړی. نه جومات ته ګوری او نه هم د خلکو ګڼه ګوڼی ته. خو زما په فکر له کافرانو سره باید جدی سیاست وشی ګرچه لاسونه مو خالی دي. زه دا هم فکر کوم چی امریکایان هم خسته شوی او نړیوال فشارونه هم ورباندی زیاد دي. دلته په امریکی هم… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

وروره سولي ته ډير اميد لرو او الله د سوله راولي، اما کيدي شي چه ستاسي اټکل هم په ځاي وي، ځکه په دغو خلکو اعتبار نشته. حکومت او شمالي ټلواله خو خپلي ګټي په جګړه کي ويني او سولي ته هيځ حاضر ندي. الله د خپل فضل وکړي. مننه کاروان

غوربندي
میلمه
غوربندي

خليلزاد اوس سپين ږيری شوی دی په بل عبارت عقل يي ښايی بلوغ ته رسيدلی وي.

که دا افغاني الاصله امريکايی د طالبانو او امريکايانو تر منځ مذاکراتو کې خپل افغاني اصل ته په رجوع مثبت رول ولوبوي او حقيقي سولې او تلپاتې ټيکاو ته افغانان ورسي نو ليرې نه ده چې خليلزاد د خپل امريکاييتوب تر څنګ دافغانستان په تاريخ کې د يو نيکنامه افغان په نامهثبت شي.

داسړی بايد ترغيب کړل شي تر څو خپل اصل ته پام واړوي او له خپل رول څخه د افغانستان په نجات کې اعظمي استفاده وکړي.

لونګ
میلمه
لونګ

یار غوربندی صیب: ډیر لږ ښی خبری کوی چی یوه یی هم همدا ده. کله ماته او کله نورو ته کمونیست هم وایی. اول الله ما هدایت کړی او بیا تا. راغلو پدی ارتباط: زه فکر کوم چی امریکایان غواړی نور ځانونه لدی کودال څخه وباسی. ځکه په افغانستان کی نشی کیدای چی خپل استراتیزیکو اهدافو ته ورسیږی. افغانستان یو داسی ملک دی چی د همسایګانو په اتومی وسلی سره محاصره دی. له یوی چین، هاخوا روسیه، دا خو ایرا هند او پاکستان دا ټول اتومی وسلی لری. چین د امریکا یو ضد تجارتی رقیب ده، خو بیا روسیه غواړی… نور لوستل »

Karwan
میلمه
Karwan

که د خليلزاد ترهځو لاندي سوله راشي نو بيا به دهغه ډيره قدرداني کوه. کاروان

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غوربندی صاحب ! که می خلیلزاد له نزدی نه پيژندلی [ چه د افغان اصله په ځای منافق الاصله او د خرمل په شان روسی او خرزی په امریکایی او حتی عادی امریکایی هم نه دی ] مونږ هم ستاسی د نظر ملاتړ کولو . له بده مرغه خلیلزاد او یهودی میرمن ( برنارد ) دنظم نوین جهانی چه تر یهودیت او صلبیت هم پورته د اسلام او مسلمانانو سره کرکی او دشمنی لری . د افغانانو سره یی په دی دشمنی نه ده چه افغانان دی بلکه په دی جه ښه مسلمانان او ښه مجاهدین دی د الهی نظام… نور لوستل »

غمی،پښتین
میلمه
غمی،پښتین

هر هغه څوک چه د افغان وینی توییدنه درولی ،سوله راوستلی شی ،هغه ته افغان ملت ښه راغلاست وایی،عق
عقیده یی مهمه نه ده،چه مسلمان ،یهود که عیسوی دی،موږ ته سوله مهمه ده

یارمحمد مینه پال
میلمه
یارمحمد مینه پال

زه چی سومره فکرکوم دخلیزاد نیت پاک دی انشالله سوله ته نیږدی شوی یاست امریکا هم پدی پوهیږی چی جګړه نشی ګټلی خوپه پاکستان ډیر فشارونه اومالی امکاناتو که امریکا وغواړی چی سوله کی بریالی شی