احمد شاه بابامېنه له ډوبېدو وژغوۍ!

هيله هيدايي

موږ دافغانستان په هرولایت،ولسوالۍ،کلیواوبانډوکې دبیلابیلوستونزوسره لاس اوګرېوان یواودا دهرې منطقې داوسېدونکومسؤلیت دی ترڅودخپلې سیمې مشکلات که هغه په مستقیمه توګه دچارواکو سره دخبروکولو په بڼه وي اویاهم په غیرمستقیمه بڼه(رسنۍ اوټولنیزې شبکې )له لاري وي روښانه کړو ترڅوپه سم وخت کې دلویوپېښوڅخه مخنیوی اوټولنه له منفي لورڅخه په مثبت لور حرکت وکړي.

داچي زه داحمدشاه بابامېنې اوسېدونکي یم نودا د ځان لپاره یوه دیني وجیبه ګڼم ترڅودخپلې سمې ستونزې دعامواولوړپوړوچارواکوترغوږو وروسوم ترڅوپه ګډه وکولای شو دشته کړکېچن وضعیت څخه مخنیوی اودخلکو ستونزو ته حل لاره پیدا کړو.

یاده سیمه (احمدشاه بابا مېنه)له ډېرو ستونزو سره لاس اوګرېوان ده.چي تعلیمي،فرهنګي اوټولنیزې ستونزي یې ترډېره بریده دپاملرنې وړ دي.

په نوموړې سیمه کې زده کونکي سره له ډېرو کموفرصتونوبیا هم زده کړه کوي اوهرډول ستونزې که هغه کورنۍ،ټولنیزې اواقتصادي وي پرمخ ځي اودمبارزې لار پلي کوي. ددوی همدا هڅه سبب ګرځي چي هرکال دکانکور په آزموینه کې په ډېرو لوړو نمروسره لوړوزدکړو ته لاره پیداکړي.

خوهمدا بااستعداده زده کوونکي له ګڼوزاویو څخه په ستوزمن حالت کي دي اوپاملرنې ته اړتیا لري.داستونزمن حالت په ډېریو ښوونځیوکې شتون لري خوغواړو په دې برخه کې له دوو ښونځیو څخه یادونه وکړو.

دغازي میرزمان خان عالي لېسې په نامه یو ښوونځی چي دوه کاله مخکې د ډېرښه نظم درلودونکی وه اوپه ټوله ناحیه کې دوړښونځي په نامه پېژندل کېده.خو کله چي دآمنه وردګ په نامه مدیره له دې ښونځي سره مخه ښه کوي نوياد ښونځی بدبختانه له داسي وضعیت سره مخ کیږي چي ښوونکي یې دټولو زده کوونکوپه وړاندې داسي جګړه کوي چي یوبل په وېښتو کي نیسي اویوبل وهي.بله پېښه چي غواړم ورڅخه یادونه وکړم هغه داده چي یوه ورځ یوه ښوونکي پاڅیږي او دزده کوونکي دشوخي کولو په وجه هغه پرداسي ځای کې (تنانسلي آله ) په لغته وهي اوزده کوونکی پرته له ځنډه ذوف کیږي اوترشفاخانې پوري رسیږي .که داموضوع د ارواپوهنې له مخې واارزو ل شي نوددې ښونځي زده کوونکي له خپلو ښوونکوڅخه دا درس اخلي چي باید د هرنامطلوبه وضعیت حل لاره په جګړه کې ولټول شي اود داسي حالت کتنه هروخت دمنفي بینه شخصیتونو د روزلوسبب ګرځېدای شي.

که له حقوقي اړخه موضوع ته وګورو نو یوخوښوونکې ترقانوني څارنې لاندې نیول اوبله داچي ښوونکي دتل لپاره له خپلې دندې څخه منفق کیږي.خوافسوس چي خلک دا یوه عادي موضوع بولي اوپېښه دسړېدوپه لور ځي.

بل ښوونځی چي نوم یې صدیق الله ریښتین دی د یاد ښوونځي وضعیت له مخکیني ښوونځي څخه هم خراب دی.که څه هم ښوونځی دتدریسي وسائلو،تعمیر،دښوونکوکمبود اودې ته ورته ستونزو سره مخ دی خوددې ترڅنګ داسي مشکلات رامنځته شوي چي مخکینۍ ټولي ستونزي یې دزده کوونکوله یاده ایستي.

که څه هم په ښوونځي کې ‌ذکرکېدونکو پېښو ته ورته پېښي ‌‌څوځله تکرار شوي خوداچي مخنیوی یې نه کیږي په پرله پسې توګه یې بیا هم خلک شاهدان وي.

تېرکال(۱۳۹۶ه.ش)کې یوه زده کوونکې چي موریې هم په ښوونځي کي استاده وه دخپل ورورپه واسطه دبداخلاقي په تور چي یوازي اویوازي یوتور وه وژل کیږي.او د ورور ترسره کړی جرم دغیرت په نامه ستایل کیږي اومحکمې ته نه سپارل کیږي اود یادي سمې قضایي اورګانونه هم په مجرم سترګې پټوي اومتخلف تردې دمه په ازاده هوا کې ساه باسي.

داچي نوموړې قضیه پټه پاتي شوه نودتوماس هابس په قول:”کله چي قانون شتون ونلري نوانسان دانسان په وړاندې حیوان ګرځي.”دلته هم کله چي دقانون نه پلي کېدنه خلک ویني نودجرم په ترسره کولو خلک نه پښېمانه کيږي اوسږکال بیایوورور دخپلې خورپه وژلوبریالی کیږي اویوځل بیا وروردیوقهرمان په توګه پېژندل کیږي اوبیایوه بېګناه دیوځناور دظلم ښکارګرځي.

ترټولوجالبه خبره دا ده چي دواړه یادهلکان(مجرمان)په خپل وخت کې دبداخلاقۍ،دانجونوپه ځورونه ،ښوونکوته دبې احترامي پرسرله ښوونځي څخه سه پارچه شوي دي.دا وژل شوي انجونې خوبېګناه وې خوکه په ریښتیاهم دوئ د بداخلاقي په تورنېول شوې اوسزا یې مرګ ورته ټاکلې نوددې کورنۍ هلیکانوته چي تردوی څخه یې ډیرناوړه کارونه ترسره کړي ولې دمرګ سزا نه اورول کیږي.

له ټولو لوستونکوڅخه مې هیله ده چي په دې یوویشتمه پېړۍ کې د منځینیو پېړیو چلندپريږدي اودیادو مسائلوپه وړاندې خپل غږپورته کړي.همدا بسټیزموضوعات دي چي ديوې ټولنې بنسټ اېښودنه کوي چي کولای شي یوهېواد د پرمختګ پوړیوته ورسوي خوبرعکس ورته نه پاملرنه یوهېواد له خاورو سره هم خاوري کولای شي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

ما وېل که د بارانونو اوبو ستونزه جوړه کړې.

اخلاقي افساد د حکومتي لاسپوڅو چارواکو له اساسي دندو څخه ده.

ترکی مزخرف سريالونو باندې اکثره خلک معتاد شوي دي کوم چې د ځوانانو په بې لاری کې کارنده رول لوبوي.

لونګ
میلمه
لونګ

مننه وروره چی حقیقت دی په ډاګه کړ. ستاسو خبرو سره سل په سلو موافق یم ځکه چی زه هم د همدی سیمی اوسیدونکی یم. نو په ریښتیا هم چی د قانون په ناموجودیت کی یو انسان د بل اسنان په وړاندی حیوان ګرځی لکه چی همدا اوس ګور.