نړۍ

د خاشقجي وژنه: کاناډا هم پر ۱۷ سعودي اتباعو بنديزونه ولګول

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل):د سعودي خبريال جمال خاشقجي د وژنې په تړاو کاناډا هم پر اوولس سعودي اتباعو بنديزونه لګولي دي.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير ويلي، چې د خاشقجي په قضيه کې تورن کسان کاناډا ته سفر نه شي کولی او په دغه هېواد کې به يې مالي حسابونه هم کنګل شي.

تر کاناډا وړاندې امريکا، المان او فرانسې هم د خاشقجي په قتل کې پر ښکېلو کسانو بنديزونه لګولي دي.

کاناډا دا بنديزونه په داسې حال کې لګولي، چې د ارجنټاين په پلازمينه بيونس ايرس کې د شلو سترو دولتونو «جي ۲۰» غونډه پيل شوې او د سعودي په استازيتوب په کې ولي عهد محمد سلمان ګډونوال دی.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير کرسټیا فري ویلي، هېواد يې پر هغو اوولس سعودي  اتباعو بنديزونه لګولي، چې د جمال خاشقجي په وژنه کې دخیل او يا هم تورن دي.

کرسټیا فري زياته کړې، چې د خاشقجي وژنه د بيان د ازادۍ وژنه ده او د هغه وژونکي به د قانون منګولو ته سپارل کيږي.

کاناډا پر سعودي د وسلو د پلورلو پر تړونونو د بيا کتنې غوښتنه کړې ده او د ترکيې په ګډون د نړۍ اوو سترو دولتونو هم د خاشقجي د قضيې د بشپړو څېړنو غوښتنه کړې ده.

د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې «سي ای اې» او د امریکاي کانګريس يو شمېر غړو ويلي، چې خاشقجي د سعودي وليعهد په امر وژل شوی دی.

د سعودي لوی څارنوال او نور چارواکي په دغه پېښه کې محمد بن سلمان لاس لرل ردوي او د خاشقجي د وژنې مسوولين استخباراتي چارواکي بولي، خود ترکيې په ګډون د نړۍ نورو دولتونو د سعودي دغه سپيناوی نه دی منلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

دا جنايت په اشخاصو تړل خپله يو خيانت دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x