غور: د 847 ښوونځیو له جملې یې 720 ودانۍ نلري

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غور ولایت سیمه ايز چارواکي مني چې، د دغه ولایت 70٪ سلنه ښوونځي ودانۍ نلري.

د غور ولایت اوسیدونکي او مدني فعالان وایی، په ولایت کې یې د پوهنې وضعیت د اندېښنې وړ دی، دوی وايي چې د ښوونځیو د ودانیو د نه شتون له امله یې ماشومان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی ادعا کوي چې په دې برخه کې ډېر پراخ فساد شوی ، د ښووني او روزني په برخه کې ولایت ته پیسې ورکول شوي چې په وینا یې هغه ټولي ضایع شوي او د شخصي خلکو جیبونو ته تللي دي.

دوی وایی چې په ژمي کې د یخنۍ او په دوبي کې د ګرمۍ له امله ماشومان تر شنه اسمان لاندي درسونه وایی چې له ډېر غټ مشکل سره مخ دي.

بلخوا د غور د پوهنې رئیس احمد صابر نوري هم یاده ستونزه مني او زیاتوي چې په یاد ولایت کې زده‌ کوونکي د ودانیو د نه شتون برسیره، کتابونه هم نلري.

نوموړی وايي چې د ۸۴۷ ښوونځیو له جملې څخه یوازې ۱۲۷ یې ودانۍ لري.

د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي هم مني چې دا ستونزه شته، خو وایي چې، ولایتي اداره هڅه کوي چې دا ستونزي ته آساسي حل پیدا کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غور اوسیدونکي، په دې برخه کې سیمه ایز چارواکي پر ناغیړیو او فساد تورنوي.

د سیمي یو تن اوسیدونکی معلم عطاؤالله وايي، کومي ښوونځۍ چې ودانۍ لري، هغوی هم زیاترو کې بیا یا خو بیخي ښوونکي نشته او یا داسي کسان د خپلوۍ او واسطو پر بنا ګمارل شوي وي چې هیڅ ډول وړتیا نلري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

دا خو بده خبره نده، ښه ده چی ښونځی ودانی نلری. که چیری ودانی ولری بیایی طالبان سوځوي بهتره ده چی ودانی و نلری.

سیلاب
میلمه
سیلاب

لونک د غمی یا غنی پشتون بل مستعار نوم دی څومره هوشیاره ارزونه یی کړی که ټول ښوونځی جوړ وی طالبان یی سیزی په کار دا ده چه دا څه دی دا هم وران کړو طالبانو ته به د سیزلو د پاره څّ نه وی پاتی