افغانستان

کنړ: د ملکي وګړو د وژني په اعتراض کې د کنړ- جلال آباد لاره تړل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹لیندۍ ۱۳۹۷ل): د ځانګړو ځواکونو له لوري د ملکي وګړو د وژني په اعتراض کې د کنړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ اوسیدونکو د جلال اباد- اسعد اباد لويه لار له پرونه راهیسي د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

لاریونوال، وایي، افغان ځانګړو ځواکونو وړمه شپه د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ د ديوګل درې ۷ تنه عام کلیوال د شپنۍ چاپې پرمهال وژلي دي.

لاریونوالو د وژل شویو کلیوالو جسدونه له ځان سره راوړي او د سرک پر غاړه یې ایښي دي.

د یادي سیمي یو تن اوسېدونکي غلام الرحمن رسنیو ته ویلي، د ځانګړو ځواکونو د دغه ناوړه عمل په غبرګون کې یې د کونړ او جلال اباد لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.

ده زياته کړه، دغه لاره به ترهغه پوری خلاصه نکړي ترڅو یې حکومت ږغ وا نه وري او په وینا یې د دې (جنایت) ترسره کوونکو ته سزا ورنکړله شي.

بلخوا د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم، رسنیو ته ویلي چې وړمه شپه د څوکۍ ولسوالۍ په ديوګل درې سيمه کې د داعش وسله والو پر ضد عملیات ترسره شوي.

ویاند زیاته کړي شپږ کسان وژل شوي، خو په وینا یې دوی ته تر اوسه معلوم نه دي چې څوک دي، خو وایی چې سیمي ته یې د څیړني په موخه پلاوی لیږلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x