میرمنې دې د امیندوارۍ په حال کې له چای څښلو ډډه وکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل):طبي پوهانو امیندوارو میرمنو ته خبرداری ورکړی چې د امیندوارۍ په دوران کې له چای یا کافي څښلو ځان وژغوري ځکه چې په دې سره راتلونکی ماشوم کمزوری کیږي.

د ایرلینډ هېواد له ډبلن طبي پوهنتون څخه تازه خپاره شوي راپورونو کې ویل شوي چې د امیندوارۍ پرمهال که میرمنه ورځ کې دوه درې واره چای یا کافي وڅښي په دوی کې له وخت وړاندې د ماشوم زیږیدلو ګواښ لوړیږي.

څيړنیز پوهان وایي چې په چای یا کافي کې شته کافیین د وینې جریان اغیزمن کوي، د همدې ستونزې له کبله ماشوم وده نشي کولای او هم یې وزن او قد کم پاتې کیږي.

په دغه څيړنه کې چې د پوهنتون پوهانو ترسره کړه د ۱۰۰۰ څخه زیاتو هغو میرمنو چې کوچنیان یې زیږیدلي وو معلومات ترسره کړل، دوی وموندله چې له ۱۰۰ ملي ګرامو څخه زیات کافیین استعمالول ماشوم د مور په خیټه کې په لومړیو درې میاشتو کې وزن کموي.

د پوهانو په وینا که د امیندوارۍ په لومړیو دریو میاشتو کې میرمنې له سل ملي ګرامو نه زیات کافیین استعمال کړي نو د ماشوم وزن تر ۷۲ ګرامو پورې کمیږي، همدا لامل دی چې د وزن ترڅنګ یې قد هم کم پاتې کیږي.

ډاکټرانو امیندوارو میرمنو ته خبرداری ورکړی چې دغه مهال د کافیین استعمال کم کړي، په دې سره د ماشوم وزن تر ۱۷۰ ګرامو پاتې کیږي چې کم او ناروغ لرونکی وزن بلل کیږي، د ډاکټرانو په وینا د عام نوي زیږیدونکي کوچني وزن تر ۲۵۰۰ ګرامو پورې وي.

تبصرې (2)

  • شاید دا خبره می تکراری وی:
    موږ د ځینو مُلایانو د فتواګانو څخه سر ټکاوه خو دادی د ځینو طبی او حتی اقتصادی ډاکټرانو د فتواګانو څخه هم سرټکونی ته مجبوره سوی یو.یو طبی ډاکټر د فلانی خوړو توصیه او سپارښتنه راته کوی او بل طبی ډاکټر مو د عین خوړو د مصرف څخه منع کوی، ږغ به نلرو، چه د هر څه بازار تود وی پرېږده چه د ډول ډول فتواوو بازار هم تود وی. نوری مذهبی او طبی او اقتصادی او…….فتواګانی شاید یوه علمی ریښه او انګېزه ولری خو هغه فتواګانی چه د پښتو د خوږې ژبی ( البته هره ژبه خوږه ده او هیڅ ژبه ترخه او تُروه نده) په هکله د سیمه ایز تړاؤ پر بنسټ صادری کیږی، د ډېری غندنی وړ دی.کاشکی دا ژبنی علمی!!! فتواګانی د ملی او ورورولۍ د روحئې په فضاء کی تر خولو او ګوتو راوتلای چه د ویاړ خبره به وای.پدې هکله د موضوع د چوکاټه لکه چه ووتم، خدای پاک شاهد نیسم چه زه هیڅ ډول سمتی او قومی تفوق او تبعیض ته هیڅ عقیده نلرم خو دومره وایم چه د کنداری استادانو دریځ د پښتو ژبی په وړاندی لږ غوندی منصفانه او منطقی بریښی.