ټي ټين لیګ: دوه ویشت سیالیو کې پنځه غوره لوبغاړي افغانان دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ټي ټين لیګ سیالۍ د روانې نومبر میاشتې په یوویشتمه نېټه په عربي اماراتو کې د اته لوبډلو په ګډون پېل شوې چې په کې تر ۱۵ افغان لوبغاړي هم په بېلابېلو لوبډلو کې شامل دي.

دغه سیالۍ کې په عام ډول توپ اچونکو ته سختې تمامیږي، او په کمو اورونو کې ترې زیاتې منډې اخیستل کیږي، هر توپوهونکی د شپږیزې کوښښ کوي چې پای کې د توپ اچونکي لپاره ښه نه وي.
سربېره پر دې یو شمېر افغان لوبغاړي په دواړو برخو کې ښه ځلیدلي دي، د محمد شهزاد نه تر شفیق الله شفق او حضرت الله ځاځي، له مجیب ځدراڼ نه تر ظاهر خان او راشد خان، چې په بېلا بېلو لوبو کې یې د غوره لوبغاړي جایزې ترلاسه کړي دي.

محمد شهزاد، حضرت الله ځاځی، شفیق الله شفق، مجیب الرحمن او ظاهر خان هغه لوبغاړي دي چې د لس اوریزو په تېرو ۱۴ سیالیو کې په غوره جایزې کامیاب شوي دي.

1. لومړی لوبغاړی محمد شهزاد و چې په لومړۍ سیالۍ کې يې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه، نوموړی په راجپوتز لوبډله کې لوبیږي، شهزاد د چټکې نیمه سلیزې، چټک هدف پوره کول او چټکې ۷۴ منډو جوړولو ریکارډونه جوړ کړل، په دغه سیالۍ کې یې په ۱۶ توپونو ۷۴ منډې جوړې کړې.

2. دویم غوره لوبغاړی ظاهر خان و چې په پنجابي لیجنډز لوبډله کې لوبیږي، نوموړي د خپلې لوبډلې په ګټه په ۲ اورونو کې ۳ ویکټې واخیستې او یوازې ۸ منډې یې ورکړې، ظاهر خان په ښه توپ اچونه د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

3. درېیم افغان غوره لوبغاړی افغان کریس ګېل حضرت الله ځاځی و چې د راشد خان سره یوځای په مراټا عربینز لوبډله کې دی، نوموړي په ۳۵ توپونو د ۴ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مرسته ۷۶ منډې جوړې کړې او د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله، (په دغه لوبه کې د ځاځي څلور کیچونه غورځېدلي وو).

4. څلورم افغان غوره لوبغاړی مجیب الرحمن و چې د بنګال ټایګرز لوبډلې لخوا لوبیږي، نوموړي په ۲ اورونو کې يې یوازې ۱۱ منډې ورکړې او دوه مهم لوبغاړي يې وسوځول، او په دې سره یې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

5. پنځم غوره لوبغاړی شفیق الله شفق و چې په پښتون لوبډله کې لوبیږي، نوموړي په دغه سیالۍ کې د خپلې لوبډلې په ګټه ۳۵ چټکې او سیالۍ ګټونکې توپوهنه وکړه، شفق په دغه لوبه کې دوه لوبغاړي هم سټمپ کړي وو چې د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه.

سربېره پر دې تر دا مهاله نجیب الله ځدراڼ، محمد نبي او سمیع الله شینواری هم ښه ځلیدلي دي، خو د غوره لوبغاړي په جایزې ترلاسه کولو نه دي بریالي شوي.

د یادونې ده چې په نړۍ کې لومړی مقام لرونکی لوبغاړی راشد خان تر دا مهاله نه هم د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړې او نه یې هم په توپ اچونه کې زړه راښکونکي توپ اچونه کړې، چې له کبله یې لوبډله په جدول کې له وروستیو څخه ده.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د