ورزش

افغانستان ايرلينډ سره ټيسټ، يو ورځنۍ او شل اوريزې سيالۍ کوي

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۰ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): ټاکل شوې ده چې افغانستان به د راتلونکې ۲۰۱۹م کال په سر کې د ايرلينډ لوبډلې پر وړاندې ټيسټ، يو ورځنۍ او د شل اوريزې سياليو سيريز ترسره کوي.

دغه سيالۍ چې راتلونکې کال د فروري او مارچ په مياشتو کې ترسره کيږي، دواړه لوبډلې به يوه ټيسټ، پنځه يو ورځنۍ او درې شل اوریزې سيالۍ ترسره کړي.

ددغه سيریز پېل به له شل اوريزو سياليو څخه کيږي چې لومړۍ لوبه به د فروري مياشتې په ۲۳مه، دویمه ۲۴مه او درېيمه به په ۲۶مه ترسره کړي، چې ورپسې به يو ورځنۍ سيالۍ د مارچ مياشتې په ۲مه، ۴مه، ۷مه، ۹مه او ۱۲مه ترسره شي، له دې وروسته د ټيسټ مهمه سيالۍ به له ۱۷مې تر ۲۲مې نېټې ترسره شي.

دا به لومړی وار وي چې دوه نوې ټيسټ عضويت اخيستونکې لوبډلې به په ټيسټ لوبه کې مخامخ کيږي، له دې وړانډې دواړو لوبډلو د تجربې نه لرلو په حال کې پخپلو لومړيو ټيسټ سياليو کې ماتې خوړلې ده.

ايرلينډ لوبډلې تېر کال د ټيسټ عضويت ترلاسه کولو نه وروسته په خپل کوربه توب پاکستان لوبډلې سره سيالۍ ترسره کړه چې د ۵ ويکټو په توپير يې ماتې وخوړه.

له دې وروسته افغانستان لوبډلې خپله لومړۍ ټيسټ سيالۍ د هند لوبډلې پر وړاندې ددوی په کوربه توب په بنګلور ښار کې ترسره کړه چې افغانستان د يوې پاڼۍ او ۲۶۲ منډو په توپير ماتې وخوړه.

ياده دې وي چې دغه سيالۍ به د کرېکټ نړيوالې شورا نورو رسمي سياليو په څېر په نړيوالو چينلونو کې په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x