افغانستان

حنیف اتمر د ډیورنډ کرښې په سر د ګډحکومت پټه معامله افشا کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د ډیورنډ کرښې په سر له پاکستان سره د افغان حکومت د پټې معاملې تازه اړخونه افشا شوي او په دې اړه نوي معلومات خپاره شوي.

د ملي امنیت پخوانی سلاکار په لومړي ځل اعتراف کوي چې د «افغانستان او پاکستان د پولو د کنټرول» هوکړه لیک یې لاسلیک کړی دی.

افغان خبریال (صدیق افغان) په خپله فیسبوک پاڼه د حنیف اتمر په حواله لیکلي چې نوموړي دغه لاسلیک د ګډ حکومت د ولسمشر په امر کړی دی.

حنیف اتمر ویلي چې په ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځول یې له پاکستاني جنرال عامر سره لاسلیک کړي دي.

ګډحکومت تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي، او دا نه ده معلومه چې پاکستان به د دې تنازل په بدل کې ګډحکومت ته څه منلي وي.

د تېر کال د مارچ په ۲۵مه د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوه په رسمي ډول د ډیورنډ پر کرښه د اغزن تار لګولو پروژه افتتاح کړه او ويې ویل چې په لندن کې د افغان حکومت سره په دې اړه سلا شوې او د هغوی په خوښه دا چاره تر سره کیږي.

د تېر کال د جون په ۲۰مه د پاکستان پوځ په یوې رسمي خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د اغزن تار لومړی پړاو یې په باجوړ، مهمندو او خیبرایجنسۍ کې په بریا سره بشپړ کړ او د پولې پاتې برخه به په دوهم پړاو کې وتړي.

همدا راز د تېر سپتمبر په ۱۲مه د پاکستان لومړي وزیر (شاهد خاقان عباسي) یو ځل بیا ټینګار وکړ چې هیواد به یې په ډیورنډ کرښه د کټارو لګولو لړۍ ته ادامه ورکوي.

د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر نه دي ویلي چې دا معامله یې کله او چیرته لاسلیک کړې، خو پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني پوځیانو تحرکات وروسته تر هغه زیات شول چې د ۲۰۱۷ کال په پیل کې د ملي امنیت افغان سلاکار حنیف اتمر د خپل پاکستاني سیال سرتاج عزیز سره د انګلستان په پلازمینه لندن کې ولیدل، خو هغه مهال د دې ناستې جزئیات پټ وساتل شول.

له یادې ناستې وروسته په لومړي ځل د کرښې دواړو خواوو ولسونو د تګ راتګ لپاره ویزه جبري شوه او د پاکستان قبایلي سیمې د خیبرپښتونخوا ایالت سره وتړل شوې.

د ډیورنډ کرښې په اړه دغو تازه افشاګیرو په غبرګون کې د ګډحکومت ولسمشر اشرف غني تر دې مهاله څه نه دي ویلي، خو د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر څرګندونې د دې پوښتنې ځواب اسانه کوي، چې ولې حکومت په ډیورنډ کرښه د اغزن تار سره په هسکه غاړه مخالفت نه کوي او تر اوسه یې د اړتیا پر مهال سوړ او پڅ غبرګون ښودلی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګلبدین

په دی کی شک نشته چه ډ ډیورنډ کرښه خیالی ځکه ده چه پاکستان د انګریزانو میراث خور نه دی ، که هر څه شوی د انګریزانو سره شوی او انګریزان د هند له لوی وچی شپیته کاله پخوا وتلی دی .
د انګریزانو سره که د امیرعبدالرحمن خان د اجاری په ټړون عمل وشی هغه د سلو کالو د باره وو هغه هم له سلو کلو اوښتی دی .
که د امان الله خان سره د انګریزانو د راولپنډی تړون نظر کی ونیسو امان الله انګریزانو ته د کوزی پشتونخوا څخه مفته تیر شوی هغه د انګریزانو برخه ده خوشه یی چه پاکستان او یا بل کوم هیواد ته ورکوی .
نتیچه :
که د امان الله تړون هم ومنو ، ناسمه ځکه دی چه زمونږ اوسنی افغانستان د امریکا مستعمره ده ، که په دی وخت کی امریکا د افغانستان له خاوره سمرقند او بخارا هم ونیسی او بیا یی افغانستان او یا بل کوم هیواد ته سپاری د بین المللی قوانینو له مخی دا ډول تړونونه غیرقانون او لوی جرم دی مرتکبینو ته یی سخته سزا ورکړی شی .
د افغانسان اوسی غلامه اداره یوآځی د اشغالګرو سره د خبلو میرمنو د تړون حق لری چه اشغلګر هم پکی د کارولو حق لری که نه او هغه حق یی د قضایی مصونیت په ورکولو ورکړی دی مننه

مولوی احمد

یو کس چہ دین او ایمان یھود او نصاراتہ پہ بدل دچوکی او پیسی ورکڑی وی نو وطن خرسول ورتہ چی شی دی دا دتعجب خبرہ ندہ مہ خپہ کیگی ای افغان ولس خپل عمل دلاری مل

ابوالوفاء

اشرف غني او نورو ټولو د پردو غليمانو له خوا د افغانستان د سياست د صحنې لوبغاړو د خپلو ځانونو، خپلو ګټو او د خپلو ولي نعمتانو د ګټو لپاره هر څه کړي اوس او بيايې هم کوي. ان څنګه چي په سوله،اسلام او افغانيت کي ګټه نه ويني سوله هم نه غواړي او تر اسلام او افغانولۍ هم تېر سوي دي.خو چي په هيواد کي د امريکايانو له خوا په اشغال کي يې ګټه ده له اوله تر آخره اشغال هم تاييدوي. په دې وروستيو کي چي له افغانستان څخه د اشغالګرو پوځيانو د وتلو په اړه د امريکايانو او طالبانو تر منځ د خبرو لړۍ روانه سوې ده دوی ته پېچ ورلوېدلی دی. پخپله اتمر هم امنيتي تړون او دغه تړون د ځان د مطرح کېدو او ځاني ګټو لپاره لاسليک کړی او اوس چي په دې اړه اعتراف کوي هم سياسي او ځاني غرض او موخه پکښي لري. د دې وو هر يوه سره د افغانانو له خوا داسي کړنه په کار ده ، لکه ليبيايانو چي د معمر القذافي سره وکړه.

عبدالمالک همت

د ډيورنډ په نامه فرضي کرښي په اړه چي له پخوا څخه تر اوسه هرڅه سوي دي دا د واکمنو او استعمارګرو کار وو او دی. خو د دې کرښي هاخوا او دې خوا ته افغانستان د يوه کور د اوسېدونکو وروڼو افغانانو دی او دا د دغو افغانانو ملکيت او حق دی. دوی د دې کرښي ها خوا برخه نه چا ته ورکړې ده او نه يې ورکوي. اوس چي هر څه کيږي خو بې وسي ده او «له نه وسه شهو خور ده»، مګر کله چي افغانان وس پیدا کړي دا انګرېزۍ کرښه بيرته له منځه وړي او دوی دا حق په هر قانون او دود لري. خو بدمرغي په دې کي ده چي افغانانو پر دې اتفاق کړی دی چي بې اتفاقه به وي. نو تر هر څه دمخه دا لازمه ده چي موږ افغانان د دې مهال غوښتنو او شرايطو ته وګورو، ځانونه ورسره عيار کړو او د هغي ډلي تر رهبرۍ لاندي سره يو سو چي د نورو ډلو په پرتله د کاميابۍ نومرې وړلای سي. د سلو نومرو وړلو غوښتنه د هيچا څخه نه سي کېدای. اخ څومره خوند به کوي چي افغانان يوموټۍ سوي وي، په هيواد کي ارامه ارامي وي، هره خوا د بيا رغوني او پرمختګ کارونه روان وي، هيواد يې لوی افغانستان ياديږي او پاکستان مو نه په ښه غرض لرلای سي ، نه په بدو. الهي تاته خو هر څه آسانه دي دغسي حالت په خپل فضل او مرحمت راووينې.

لونګ

بیا د دوی طالبانو ته د آی اس آی زامن نه وایی. دوی خپله خرڅ شوی جاسوسان دی.

احمدرحیم

دا هغه هډوکی ده چه له خوړولو وروسته یو وخت به په بیرته وتلو ډیر ګران تمام شی که ملت ملت شو او که همداسی ټپوسان راباندی مشران وو نو بیا دي نوش جان شي.

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close