
پر افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو د «شویو جنسي تیریو» څیړنه کیږي
نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۰ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) پر افغان ښځینه فوټبال لوبغاړو هغه تورونه څیړي چې ویل شوي دوی سره ناوړه چلند او جنسي ځورول شوي دي.
د ګاردین ورځپاڼې وړمه ورځ د افغان ښځینه لوبغاړو په اړه د یو شمېر سرچینو له مخې راپور خپور کړی چې په کې ویل شوي وو د افغانستان فوټبال فدراسیون نارینه چارواکي پر افغان ښځینه لوبغاړو جنسي تیري کړي او له دوی سره په ناوړه او توپيري چلند تورونو کې ښکیل دي.
ورځپاڼه زیاتوي چې د روان ۲۰۱۸م کال فرورۍ په میاشت کې د افغانستان پر فوټبال ښځينه لوبغاړو په اردن هېواد کې د زده کړو یوه کیمپ پرمهال بد چلند شوی او دوی جنسي ځورول شوي دي، ددې پېښې په اړه ځينې د افغان فوټبال پخوانۍ ښځینه لوبغاړو او چارواکو هم له یادې ورځپاڼې سره خبرې کړي دي.
یوازې دا نه، بلکې له دې وړاندې ډيرې افغان ښځينه فوټبال لوبغاړې د نارینه و لخوا د ناوړه چلند او جنسي ځورونو سره مخ شوي، چې له کبله یې ښځينه لوبغاړو له لوبو لاس اخیستی او حتی د هېواد پر پریښودو هم مجبوره شوي دي.
که څه هم دغو لوبغاړو په خپل وخت رسنیو ته د افغانستان فوټبال فدراسیون چارواکو د ناوړه چلند او جنسي ځورونو په اړه خبر ورکړی و خو تر دې دمه یې په اړه کوم اقدام نه و شوی.
اوس د فوټبال نړیوال فدراسیون پریکړه کړې چې ددغه تورونو په اړه به سخته پلټنه کوي او د تورونو موندلو پرمهال به له سخت چلند څخه کار واخلي، دوی له اړونده اړخونو څخه د ملاتړ او په څیړنه کې د مرستې غوښتنه کړې ده.
د افغانستان فوټبال فدراسیون د یادې ورځپاڼې دغه ادعاوې ردوي او وایي چې دوی ته دداسې پیښو په هکله کوم خبر نه دی ورغلی او نه هم ددوی چارواکو لخوا پر ښځينه لوبغاړو جنسي ځورونه، ناوړه یا توپيري چلند شوی.
له بل پلوه افغان فوټبال ښځینه لوبغاړو سپورتي کالیو ورکولو شرکت «هومل» چې ملي لوبډله تمویلوي ویلي دي، ددغو تورونو په غبرګون کې د افغانستان فوټبال فدراسیون سره اړیکې شلوي.
د ښځی کرامت ته سپکاوی د ډېری خواشینی ځای دی چه البته ددې سپکاوی په رامنځته کېدو کی ځینی وخت خپله ښخه هم مقصره ده. داسی ښکاری چه ددې ازانګې شانته کومه بله د دسیې ډکه مسئله شتون ولری یعنی امکان لری چه د فوټبال د فدراسیون د غړو تر منځ ځینی ترخه او ژور رقابتونه او سیالۍ ددې تورونو لامل وی. پهر حال هیله ده چه دا مسئله دروغ وی او د ښکیلو نجونو آبرو او عزت بیرته اِعاده شی. دا به د وطن د ښځو او نجونو خصوصاً ورزشی نجونو لپاره ډېره غوره وی چه له خپله هیواده… نور لوستل »