ورزش

په ټي ټين لیګ کې د راشد درې ویکټې او د نجیب برق رفتار توپوهنه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۰ ليندی، ۱۳۹۷ل): په ټي ټين لیګ سیالۍ کې د مراټا عربینز لوبډلې لپاره یو وار بیا افغان لوبغاړو بریا ورکړه چې په توپوهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې ښه وځلېدل.

په تېره سیالۍ کې چې د مراټا عربینز او سیندیز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی د سیندیز لوبډلې توپوهنه وکړه چې د راشد خان په زړه پورې توپ اچونې یې د زیاتو منډو هدف محدود کړ.

راشد خان په دغه سیالۍ کې ۳ ویکټې واخیستې، په ۲ اورونو کې یې یوازې ۱۵ منډې ورکړې، مخالف لوبډلې په ۱۰ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدلو ۹۸ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د حضرت الله ځاځي ژر سوځېدو نه وروسته نجیب الله ځدراڼ برق رفتار توپوهنه وکړه، چې ۷ اسمان څکې شپږیزې او ۳ څلوریزې یې ووهلې، نوموړي په ۲۴ توپونو ۶۰ چټکې منډې جوړې کړې، او ټاکلی ۹۹ منډې هدف یې په ۷.۱ اورونو کې پوره کړ.

نجیب ځدراڼ شپږم افغان لوبغاړی شو چې په لس اوریزو سیالیو کې د غوره لوبغاړي جایزه ګټي، ددې وړاندې محمد شهزاد، حضرت الله ځاځي، ظاهر خان، مجیب الرحمن او شفیق الله شفق هم د غوره لوبغاړي جایزه ګټلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x