د جورج ډبليو بوش پلار مړ شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش پلار او د امریکا ۴۱ ولسمشر  جورج ايچ  ډبليو بش د‌ ورپيښې ناروغۍ له امله د جمعې  په ماښام امریکا کې مړ شو.

نوموړی له تیرو څو کلونو راهیسی د سينې په ناروغۍ اخته و چې وخت په وخت به روغتون ته د تداوۍ له پاره وړل کیده.

نوموړی تیر کال هم د مرګونې ناروغۍ له امله د امریکا د ټیکساس ایالت په هوسټن ښار کې بستر شوی و او له هغې وروسته نږدې هره میاشت د روغتون عاجل واټ ته د سينې او سا تنکۍ د ناروغۍ له امله وړل شوی و.

د بوش د کورنۍ له لوري په يوې خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې نوموړی د جمعې په ماښام د ۹۴ کالو په عمر مړ شو.

جورج ایچ ډبلیو بوش د ۱۹۸۹ کال  په جنورۍ کې د امریکا د ۴۱م ولسمشر په توګه وټاکل شو او تر ۱۹۹۳ کال پورې د امريکا ولسمشر و.

نوموړي د ولسمشرۍ چوکۍ ته له رسېدو وړاندې اته کاله د امریکا د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن مرستیال پاتې شوی و.

د روان کال د اپريل په مياشت کې د جورج ايچ ډبليو بوش میرمن هم مړه شوی وه چې له هغې یوه اوونۍ وروسته هم نوموړی په روغتون کې بستر شوی و.

جورج هیربرټ واکر بوش د ۱۹۲۴ د جولای په ۱۲مه نیټه د ماساچوسټ ایالت په میلټن ښار کې زیږېدلی و او د نوموړي  پلار د امریکا په يو بانک کې پانګوال و چې وروسته د امریکا د سنا غړی شو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د