
هلمند؛ یوناما هم هوايي برید کې د ګڼو ملکي تلفاتو پخلی وکړ
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې په بمباریو کې د ملکي تلفاتو پخلی یوناما هم کړی دی، هغه دفتر چې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه هم خپروي.
د یوناما له دفتره خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د ګرمسېر په ځنځیر ډراپ سیمه کې د امریکايي ځواکونو په بمبار کې ۲۳ ملکی وګړي وژل شوي دي.
دغه پېښه تېره اوونۍ وشوه، چې د ځايي اوسېدونکو په قول د یوې کورنۍ د ۱۸ غړو په ګډون پکې ۳۰ تنه ووژل شول.
د هلمند ځايي چارواکو د بمبار پخلی وکړ، خو د تلفاتو په اړه يې څه ونه ویل.
تېره ورځ د امریکايي ځواکونو یو ویاند باریک ملایا وویل، دوی د دولتي ځواکونو په غوښتنه په سیمه کې بمبار وکړ.
هغه د ملکي تلفاتو او حتی د دې تلفاتو د څېړنې په اړه هم څه ونه ویل او بې تبصرې يې پرېښودل.
د ولسي جرګې غړی عبدالودو پوپل وايي، په دې بمبار کې ۳۰ تنه وژل شوي، چې د یوې کورنۍ یوازې یو ټپي ماشوما پاتې شوی دی.
تر هغه وړاندې هم د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې بمبار ۱۶ ملکي وګړو ته مرګژوبله واړوله، چې ځايي چارواکو يې هم تایید وکړ.
یوناما پخپل راپور کې ويلي چې په روان میلادي کال کې د هوايي بریدونو له امله ملکي تلفات دومره لوړ شوي چې په تېرو اتو کلونو کې يې ساری نه لیدل شوی.