افغانستان

کابل؛ طالبانو سروبي کې چورلکه غورځولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي د کابل په سروبي ولسوالۍ کې يې د ملي اردو یوه چورلکه را غورځولې ده.

پېښه تېره ورځ نږدې غرمه مهال د سروبي په انارګي سیمه کې وشوه، چېرته چې د طالب سرتېرو حضور پراخ یادېږي.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې لا يې هم د ځاني تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نه لري.

«دغه هلیکوبتر له ویشتل کیدو سره سم د انارګي سیمې په غره کې غورزېدلی او لا تردې مهاله په پېښه کې دوژل شوو ګوډاګیانو د مرګ ژوبلې شمېر ندی په ډاګه شوی.»

د دفاع وزارت چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې يې را غورځېدلې چورلکې د تخنیکي کمزوریو له امله بللې دي.

څو ورځې وړاندې د کندهار په معروف کې هم طالبانو یوه پوځي چورلکه وغورځوله او تر هغه وړاندې يې فراه کې یوه چورلکه وویشته، چې ګڼ ځايي چارواکي يې پکې ووژل.

د دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ د فراه چورلکه اوومه هغه وه، چې د دوی په خبره د تخنیکي ستونزې ښکار شوه او په سروبي کې غورځېدلی د روان کال نهمه نسکوره شوې چورلکه بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x