روغتيايي سازمان: افغانستان کې د پولیو پېښې دوه برابره شوې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د روغتیا نړۍوال سازمان وايي افغانستان کې د تېر کال په پرتله د پولیو پېښې دوه برابر زیاتې شوې دي.

د دې سازمان د بېړنیو حالاتو د نړۍوالې کمېټې مشرې هلین ریس رویټرز ته ویلي چې د پولیو ویروس په افغانستان او پاکستان کې په تېزۍ سره خورېږي.

د سرچینې په وینا تېر کال افغانستان کې د پولیسو لس پېښې ثبت شوې وې، خو روان کال کې تر وسه پورې ۱۹ پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي چې د دې تر څنګ په روان میلادي کال کې اته نورې پېښې پاکستان کې ثبت شوې دي.

د روغتياپوهانو په وینا د پولیو ویروس تر پنځه کلنۍ ښکته ماشومان فلجوي او حتی وژلی يې شي.

دغه سازمان په افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس د ډېرېدو یو علت هم د دې ویروس ضد واکیسنو پر وړاندې خنډونه په ګوته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د