افغانستان

جمعیت که له «ملي ائتلاف» سره هوکړې ته ونه رسېږي، خپل نوماند معرفي کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د جمعیت اسلامي د رهبري شورا غړی محمد اسماعیل خان وايي که د دوی ګوند له لوی ملي ائتلاف سره هوکړې ته ونه رسېږي نو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته به خپل نوماند معرفي کړي.

اسماعیل خان نه دي ويلي چې له دې ائتلافه د جلا کېدو هوډ لري، خو زیاتوي چې لا هم د یو نوماند پر معرفۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.

هغه له ازادي راډيو سره خبرو کې وویل، چې تر اوسه محمد محقق او محمد یونس قانوني هم له دې ائتلافه د جلا کېدو پرېکړه نه ده کړې.

محمد محقق، عطامحمد نور او جنرال دوستم د افغانستان ژغورنې په نوم یو ګډ حرکت هم جوړ کړی، چې اوس په ملي ائتلاف کې ننوتی دی.

د ټاکنو کمیسیون د مهال‌وېش له مخې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره به د نوماندانو نوم‌لیکنه د مرغومي میاشتې له لومړۍ پیل او تر دولسمې ورځې به دوام وکړي.

که څه هم د ټاکنو کمیسیون اعلان وکړ، چې دا ټاکنې به د را روان کال په وري میاشت کې ترسره شي، خو د سولې د هڅو په پلمه يې د ځنډ اندېښنې لا هم غښتلې پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x