د روسيې بهرنیو چارو وزارت

روسیې د مسکوغونډې اړوند د ملي امنیت د سلاکار څرګندونې رد کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): روسیه وايي د مسکوغونډې د جوړېدو موخه يې په افغانستان کې د روانې جګړې پای او د خبرو اترو له لارې حل کولو.

څو ورځې وړاندې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په یوه تلویزوني مرکه کې وویل، چې په یاده ناسته کې روسيې خپلې ګټې درلودې او د حکومت «خپلواکۍ» ته «شک» پکې متوجه و.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وياندې ماریا زخارووا د روسيې دولتي اژانس انټر فاکس ته ویلي، چې د دې غونډې مشري افغانستان ته نه سپارل؛ د حکومت د بلواکۍ پر مانا نه و.

هغې ويلي، د دې غونډې موخه دا وه چې د جګړې ښکېلې غاړې خبرو اترو ته لار پیدا کړي.

دا غونډه چې د لړم په اتلسمه ترسره شوه، د طالب استازو تر څنګ پکې د امریکا استازي، د سیمې د شاوخوا یوولسو هېوادونو استازو او د سولې شورا پلاوي ګډون کړی و.

روسیې د دویمې غونډې د جوړېدو خبر هم ورکړی او هیله لري چې زلمی خلیلزاد به هم پکې برخه واخلي.

که څه هم په کابل کې د روسيې سفارت ویلي و، چې د دې غونډې نیت لري، خو داسې راپورونه هم شته چې کابل ادارې يې د ځنډ غوښتنه کړې ده.

د شنونکو په باور د مسکوغونډې لپاره د حکومت له لوري د سولې شورا تللی پلاوی که څه هم حکومت خپل پلاوی نه بولي، خو هلته يې د دې حکومت استازیتوب کاوه او موقف يې خوار ټیټ او سست و.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د