افغانستان

د سولې هڅې؛ له خلیلزاد وروسته الیس ویلز هم د امریکا د بېړې خبره کوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): څو ورځې وړاندې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد وویل، چې افغانستان کې د سولې لپاره امریکا ډېره په بېړه کې ده.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا په چارو کې مرستیالې الیس ویلز هم د واشنګټن د بېړې یادونه کړې.

ویلز له ازادۍ راډیو سره خبرو کې ویلي، د سولې لپاره مشخص وخت نه دی ټاکل شوی «خو بېړه پکار ده.»

ویلز د بېړې په اړه وویل چې حکومت هم دې ته چمتوی دی، خو په وینا يې دا پوښتنه لا هم پاتې ده چې طالبان به هم دغه «بېړه» ورسره ومني کنه.

الیس ویلز د زلمي خلیلزاد هڅې ستایلې او هغه يې فوق العاده ډیپلوماټ بللی دی، چې په وینا يې په افغانستان کې پوهه او تجربه لري.

هغې د طالبانو په اړه وویل چې هغوی تل ويلي چې سوله غواړي او نه غواړي چې د پخوا په څېر پر افغانستان واک ولري اوپه وینا يې «راځئ دا فرصت وازمایو!»

د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ په یوه تلویزوني مرکه کې وویل چې واشنګټن سولې ته سخت په بېړه کی دی او هیله لري چې د افغانستان تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې یوې پایلې ته ورسېږي.

هغه که څه هم وویل چې د ټاکنو ځنډ په افغانانو پورې اړه لري، خو د سولې لپاره يې د دې ټاکنو ځنډول رد هم نه کړل.

خلیلزاد د امريکا د پي بي ايس تلويزيون سره په خبرو کې ويلي دي چې امريکا ډير ژر غواړي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي ځکه چې د افغانستان مسئله د جګړې له لارې نشي حل کېدلای.

هغه تمه ښودلې ده چې له طالبانو سره به يې روان مذاکرت ښه نتيجه ورکړي او د افغانستان مسئله به په سوله ييز ډوله حل شي.

زلمی خلیلزاد د سولې لپاره شپږ میاشتنی ماموریت لري چې په دویم سفر کې يې له طالبانو سره خورا اوږدې درې ورځنۍ خبرې وکړې، چې له جزییاتو يې څه نه دي ویل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x