افغانستان

غزني؛ ګیلان کې هوايي برید حامله مېرمن هم تر خاورو لاندې کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د جګړې له توندېدو وروسته د ګیلان د رسنې سیمې اوسېدونکو وویل، چې هوايي بریدونه پرې ډېر شوي او له جاغوري نه ړانده توپونه ور توغول کېږي.

دوی چې تېره اوونۍ هم دوه ځلې لاریون وکړ، دعوه کوي چې حکومت د جاغوري د جګړې غچ په ګیلان کې له عامو خلکو اخلي او په لوی لاس قومي تفرقه اچوي.

په هوايي بریدونو کې د عبدالمالک په نوم د یو تن حامله مېرمن د بمبار د اور خوراک شوه او درې پېغلې لوڼې يې مرګونې ټپیانې شوې.

هغه وايي چې دوه لوڼې يې کندهار کې تر درملنې لاندې دي او یوه لور او یو دوه کلن زوی يې کابل ته د درملنې لپاره راوړي دي.

عبدالمالک وايي له خپل دوه کلن زوی محمد سره په ستونزه کې دی، د هغه یوه سترګه ړنده شوې او د بلې يې هم د روغېدو هیلې نشته.

طلوع‌نیوز ته د هغه ټپي لور راضيې د بمبار کیسه کړې: «کوچنۍ خور مې ویل الله وۍ په نس مې درد دي، خو چې هغه بلې خور مې ور ووته، لرګې سره پرې ور لوېدلي و، هغه چې را پورته شوه، هغه بله خور يې په غېږ کې ونیوله، زه هم اتې ورغلم دهلیز ته، موږ چې په مور نارې وکړې، مور مې هسې وویل الله، د الله نوم یې واخیست اتې يې ساه وخته، موږ نارې پرې وهلې مور مو غږ نه راته کاوه.»

د دې ولسوالۍ سلګونو اوسېدونکو د لېندۍ په درېیمه ورځ د کابل ـ کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړله او د حکومت ضد شعارونه ورکول.

بې بې سې د ځايي سرچینو په حواله وویل، چې خلکو د جاغوري ولسوالۍ له لوري د توپونو په ډزو کې د ملکي تلفاتو په غبرګون کې لاریون کړی و او حکومت يې تورن کړی چې جاغوري کې د جګړې غچ په ګیلان کې له ولسي وګړو اخلي.

دوی تر دې لاریون یوه ورځ هم لاریون کړی و، خو چا يې غږ نه و اورېدلي.

حکومت وروسته له هغه د ګیلان رسنې سیمې ته توپونه برابر کړل، چې د دې ولسوالۍ په ګاونډ جاغوري ولسوالۍ کې يې درانه تلفات ولیدل.

سرچینه د غزني د ولایتي شورا پخوانی غړی عبدالولي خانزاده په حواله وايي، چې لاریون کوونکي نیوکه کوي چې جګړه له مالستان او جاغوري نه ګیلان ولسوالۍ ته ور غځول شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، غزني کې يې عملیات «سل سلنه» ډېر کړي او په وینا يې یوازې یوه میاشت کې يې «څلور سوه طالبان وژلي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x