اربکی قومندان، نوید

تخار: د کندوز اربکی قومندان ځانګړو ځواکونو محاصره کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د تخار چارواکي وايي د کندوز په خان اباد کې اربکی قومندان نوید د تخار په مرکز کې د ځانګړو ځواکونو له لوري محاصره شوی دی.

د دې ولایت د امنیه قومندانۍ امر نظام الدین غوري وايي، هغه تېره ورځ کندوز کې له امنیتي ځواکونو سره چې د ده د نیولو لپاره ورغلي و، له جګړې وروسته تالقانو ته وتښتيد.

دې سرچینې تېر ماښام بې بې سې ته ویلي، چې هغه په یوه روغتون کې له خپلو ټوپکمارو سره یو ځای محاصره دی.

تر دې وړاندې ځانګړي ځواکونه د غور په لعل‌وسرجنګل سیمه کې د بل اربکي قومندان علي‌پور پر وړاندې هم ماتې وخوړه، چې بیا تېره اوونۍ کابل کې ونیول شو او دوه ورځې وروسته خوشي شو.

دغه ټوپک‌وال چې حکومت يې «ناقانونه وسله‌وال» بولي د پخواني بهرني قومنداني ډیویډ پټرویس د طرحې له مخې په پیل کې د طالبانو پر ضد مسلح کړل شول او د «پاڅونوالو» نوم ورکړل شو.

د دې ټوپکمارو د پیل پر وخت هم همدا اندېښنې موجودې وې، چې ښايي یو وخت حکومت ته پخپله سرخوږی جوړ کړي.

اربکیان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ز کال د غزني په اندړو کې جوړ کړل شول، هغه وخت د ولسي جرګې غړي عبدالجبار شلګري چې د دې اربکیانو له ملاتړو څخه و، دا اندېښنې له امریکا غږ سره په خبرو کې بې ځایه وبللې، چې ګواکې بیا به دا جګړه مار د حکومت له ولکې ووځي.

د تېره اوونۍ د ژينو په ناسته کې هم حکومتي چارواکو او بهرنیو مرستندویه هېوادونو وویل، چې باید د زورواکو پر ضد ګامونه واخیستل شي.

حکومت حکیم شجاعي، علي‌پور او اوس نوید پر ناقانوني کړنو، لوټ، ملکي تلفاتو، ځورونو او باج اخیستنو کې ښکېل بولي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د