
زاخېلوال د سولې لپاره د حکومت هڅې نمایشي او پروژهيي بولي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې د سولې په نوم د حکومت هڅې پروژهيي، نمایشي او د مرستو د را جلبولو هڅې دي.
ارګ دوه ورځې وړاندې په ژینو کې د سولې د خبرو اترو په نوم د «مذاکراتي ډلې» اعلان وکړ، چې مشر يې عبدالسلام رحیمي او په تشکیل کې يې دوولس دولتي چارواکي دي.
په همدې حال کې ښاغلی زاخېلوال پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې سوله په دې نمایشي هڅو نه راځي او په وینا يې که په تشو کنفرانسونو سوله راتللی، اوس به يې څو کاله وتلي و.
زاخېلوال سوله یوازې پروژه نه؛ بلکې د چوکۍ هڅې، نمایشي سیمینارونه، تش شعار او امتیاز بللی دی.
هغه لیکلي: «چې سوله پروژه شي، تشه پروسه شي، بودجه شي، چوکۍ شي، اداري تشکیلات شي، امتیاز شي، شعار شي، لنډ مهاله سیاسي انګیرنه شي، نمایشي کنفرانسونه او سمینارونه شي، او د سولې پلانونه، پالیسۍ، ستراتيژۍ، لیکلې موخې او غوڼډې له بسپنه ورکوونکو د مرستې جذبولو او یا له ولسه د رایو راټولولو وسیله شي نو بیا سوله نشي. که کیدای شوای نو اوس به سوله څو کلنه وای!»
دا په داسې حال کې دی چې د ارګ د سولې په نوم هڅې د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر هم د منلو وړ نه دي بللي.
هغه په یوه تلویزوني مرکه کې ويلي، د دې بورډ ترکیب هم د منلو نه دی او د راجوړولو لپاره يې مشوره یا اجماع هم نه ده ترسره شوې.
په همدې حال کې واشنګټن ویلي چې د سولې لپاره بېړه لري او د امریکا ځانګړی استازی پخپل دویم سفر کې له طالبانو سره مخامخ درې ورځې پر خبرو بوخت و.
د شنونکو په باور د امریکا او طالبانو تر منځ مخامخ خبرو حکومت په ګوښهتوب کې ډوب کړی او د سولې په نوم د بورډ د جوړولو لپاره غواړي خپل رول په سوله کې دخیل وښيي.