افغانستان

امريکا په تېرو لس مياشتو کې په افغانستان کې شپږ زره بمونه غورځولي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکا دفاع وزارت «پنټاګون» ویلي، چې امريکايي جنګي الوتکو د روان ۲۰۱۸ کال په تېرو لسو مياشتو کې په افغانستان له شپږ زرو زيات بمونه غورځولي دي.

پنټاګون وايي، په دغو بمباريو کې ايف شپاړس، بي ۵۲، اي سي او توغندي ويشتونکي جنګي الوتکو برخه اخيستې ده.

دا بمبارۍ په داسې حال کې زياتې شوي، چې امريکايي او نورې غربي رسنيو ويلي، چې د دغو بمباريو ډېری قربانيان ولسي وګړي دي.

د برتانيې ګارډين ورځپاڼې ليکلي، چې د پنټاګون له لوري امريکايي هوايي ځواک ته د بمباريو ډېری قربانيان ولسي وګړي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې «يوناما» تېره مياشت په خپل څېړنيز راپور کې ويلي و، چې د هوايي بریدونو پر مهال د ولسي خلکو مرګ ژوبله کې ۵۲ سلنه زياتوالی راغلی دی.

په  کابل کې د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ هم ويلي، چې  د امريکايي او دولتي الوتکو په بمباريو کې ډېری قربانيان ولسي خلک دي.

د ملکي وګړو د خونديتوب ګروپ مشر عزيز احمد تسل په کابل کې رسنيو ته ويلي، چې ناټو او افغان حکومت بايد د هوايي بریدونو پر مهال د ملکيانو خونديتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

په دې وروستيو کې په ننګرهار، لوګر، کاپیسا، کونړ، هلمند، روزګان، کندوز او نورو سيمو کې د هوايي بریدونو او چاپو پر مهال د ولسي خلکو مرګ ژوبله په بې ساري توګه زياته شوې، خو د ناټو او د افغانستان ګډ حکومت سربېره ملګري ملتونو او بشري ټولنو هم تر اوسه په دې اړه کوم ځانګړی جدي ګام نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

راځی چه د نورو بمونو غورځیدلو مخنیوی وکړو.د هر بم تاوان افغانانو ته دی،امریکا یی خو پاس له هوا څخه بمونه غورځوی،مخنیوی ډیر اسان دی،
امریکا یی سره د وتلو نیټه ټاکل ،
اوربند کول،نور د سوله خبری مخته وړل.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x