افغانستان

پکتيکا کې د ګډو ځواکونو پر ضد لاريون وشو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پکتيکا ولايت د ګومل ولسوالۍ اوسېدونکو د ګډو ځواکونو په عملياتو کې د ولسي وګړو په وژل کيدو لاريون وکړ او د ګډو ځواکونو په وړاندې يې شعارونه ورکړل.

د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ګومل ولسوالۍ يو شمير اوسېدونکو راټول شوي وو او د په ولسي وګړو يې د امريکا يي عسکرو او ځانګړو ځواکونو چاپې وغندلې او هغه يې ظالمانه کړنې وبللې.

لاريون کوونکو وويل چې څو ورځې وړاندې ګډو ځواکونو په ګومل ولسوالۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام ولسي خلک وژلي دي، د هغوی کورونه يې نړولي او څو موټر سايکلونه يې هم ويجاړ کړي دي او په وينا يې چې دا وحشتونه ورته د منلو وړ نه دي او ددې جنايتونو قاتلين بايد محاکمه شي.

لاريون کوونکو چې مرګ په امريکا او اسلام زنده باد شعارونه ورکول وويل چې امريکا نه غواړي چې په افغانستان کې افغانان ارام ژوند ولري او زياتوي چې امريکا په افغانستان کې خپله د سولې د پروسې د ګډوډولو او جنګ د اوږدولو هڅه کوي.

د ادم خان په نامه یو تن لاريون کوونکي خبريالانو ته وويل چې که چېرته د دوی غږ وانه وريدل شي نو په پراخو لاريونونو به لاس پورې کړي چې بيا به يې مسؤليت د دولت په غاړه وي.

د پکتيکا ولايت چارواکو د ولسي وګړو د لاريون په اړه رسنيو ته له څه ويلو ډډه کړې.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ولسي وګړو په کورونو د ګډو ځواکونو عمليات زيات شوي دي چې له امله يې ګڼ شمير ولسي وګړي ددې بريدونو قرباني کيږي.

د تيرې اوونۍ په پای کې هم په هلمند ولايت کې د ولسي وګړو په کورونو په هوايي بريد کې ۲۳ تنه ولسي وګړي ووژل شول چې زيات يې ښځې او ماشومان وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x