د نن سرلیکنه

د ولسمشر غني پاتې کارونه

نن ټکی اسيا سرليکنه 

ولسمشر غني د روان کال د نومبر د میاشتې په پیل کې د دوهم ځل ولسمشریزو ټاکنو لپاره د خپلې نوماندې اعلان وکړ.

نوموړی د دوهم ځل ولسمشر کیدو لپاره ځکه خپل ځان نوماند کړ چې په باور یې په لومړي ځل ولسمشرۍ کې ترې پاتې شوې کارونه به په دوهم ځل کې پوره کړي.

ښاغلي غني د لومړي ځل ولسمشر کیدو د تحلیف په مراسمو کې ولس ته د بیشمیره کارونو د تر سره کولو ژمنې ورکړي خو په تیرو څلور نیمو کلونو کې یې د هغو ټولو له جملې څخه څلور هم پوره نه کړای شول.

کوم کارونه چې نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په تیره دوره کې پوره کړي هغه عبارت دي له :

له امریکایانو سره د امنیتي تړون لاسلیکول ، پر اچین باندې د امریکا لخوا د بمونو د مور کارولو تائیدول، له پاکستان سره د ډیورنډ پر فرضي کرښې د اغزن تارغځول ، په خپله خوله د ۲۸ زره دولتي سرتیرو وژنه اعلانول ، له هیواده د څلور لکه
افغانانو کډوالي ته مجبورول او د افغانو ترمنځ د قومي، سمتي او ژبنیو اختلافاتو را پیداکول .

اوس چې یې د واکمنۍ وروستۍ شپې ورځې دي بهرنیو حامیانو یې د افغان ولس د وژلو، بمبارولو او ځورولو لړۍ داسې تونده کړې چې د (بزنس انسايډر) سرچیني په استناد د ده د حکومت بهرنیو حامیانو (امریکایانو) د ۲۰۱۸ له جنورۍ د اکتوبر تر پایه په لسو میاشتو کې نژدې شپږ زره بمونه او توغندي پر افغانستان اورولي دي چې د هغو له جملې څخه یواځې یوه بم یې تیره چارشنبه د هلمند په ګرمسیر ولسوالۍ کې په یوه کور کې تر ۳۰ تنه زیات کلیوال چې اکثریت یې ښځي او ماشومان وو په یوه ځای ووژل.

د امریکایانو د دغو ټولو جنایاتو په وړاندې ښاغلي غني یوه ورځ له خپل ضمیر څخه دا پوښتنه و نه کړه چې د دومره بيشماره جنایتونو په مقابل کې ما په خپلې څلور نیم کلنې واکمنۍ کې افغانانو ته د ګټي کوم کار هم کړی دی چې اوس یې یوځل بیا د هغوی په سر د دوباره واکمن کیدو آرمانونه کوم .

د ښاغلی غني تر دې سپین سترګي پوري سړي ته د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه مبارک حدیث وریاد شي چې فرمايي :

((کله چې دې حیاء (شرم) پریښود بیا چې دي څه زړه غواړي هغه کوه))

سړی نه پوهیږي چې د ولسمشرغني په زړه کې به نور کوم کارونه (جنایات ) پاتې وي چې لا یې هم په ولس زړه نه خوږیږي او غواړي په دوهم ځل ولسمشري کې هغه پوره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x