ورزش

کرېکټ بورډ د ايمرجينګ اسيا جام سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۰ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان کرېکټ بورډ په سرېلنکا کې د ترسره کېدونکو ايمرجینګ اسيا جام سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه.

دغه ۲۳ کلنه يا له دې ټيټه لوبډله چې مشري يې نجيب الله ځدراڼ کوي په لاندې ډول ده:

لوبډلمشر نجيب ځدراڼ، ويکټ ساتونکی اکرام عليخېل، احسان الله جنت، ابراهيم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، درويش رسولي، شاهد کمال، ناصر جمال، عظمت الله اورکزی، کريم جنت، ضيا اکبر، فضل حق، وفادار مومند، ظاهر خان او قيس احمد دي.

ددغې پنځلس کسيزې لوبډلې سره درې ساتونکي لوبغاړي هم شامل شوي، چې له برخې يې بهير شاه محبوب، ضياء الرحمن شريفي او وقار سلام خېل دی.

دغه سياليو کې به افغانستان خپله لومړۍ لوبه چې په ګروپ ای کې ځای لري د روانې ديسمبر مياشتې په اوومه نېټه د هند لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

په همدې ډول دوه نورې سيالۍ به د سرېلنکا او عمان لوبډلو ترمنځ د سرېلنکا په کولمبو ښار کې ترسره کوي، چې ټولې لوبې به د افغانستان پر وخت په ۱۰:۴۵ بجې پيليږي.

په دويم ګروپ کې د پاکستان، بنګلديش، هانګ کانګ او عربي اماراتو لوبډله د يوه بل پر وړاندې سيالۍ کوي.

دا مهال د ايمرجينګ سياليو لپاره اعلان شوې لوبډله د هند په چيناي ښار کې تمرينات ترسره کوي چې د نجیب ځدراڼ له يوځای کېدو وروسته به سرېلنکا ته روانيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x