افغانستان

ايران هم له طالبانو سره د همکارۍ په اړه د امريکا ادعا رد کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): تيره ورځ د ايران د چارو له پاره د امريکا ځانګړي استازي برايان هوک ادعا وکړه چې ايران په افغانستان کې له طالبانو سره د وسلو او تجهيزاتو مرسته کوي؛ خو ايران دا ادعا رده کړه او دا يې دروغ او تبليغات وبلل.

په کابل کې د ايران له سفارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د هوک څرګندونې په افغانستان کې د امريکا د وارخطايئ په معنا دي او د غير قانوني اقداماتو د توجيه کولو په موخه دا ډول څرګندونې کوي.

خبر پاڼه زياتوي چې امريکا غواړي په دا ډول بې بنسټه ادعاوو د کابل او تهران ديپلوماتيکې او مخ پر ودې اړيکې زیانمنې کړي.

تر دې وړاندې طالبانو هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ايران د چارو له پاره د امريکا ځانګړي استازي براين هوک څرګندونې رد کړې او ويلي وو چې دا ډول تبليغات په افغانستان کې د امريکا د وارخطايئ نښه او زياته کړې يې وه چې امريکا بايد د تبليغاتو په ځای حقايقو ته غاړه کيږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
لونګ

ایران هم د همکاری ادعا له طالبانو سره رد کړه او نوره نړی یی هم رده وي. دا وسلی او مهمات طالبانو ته ملایکی له آسمانه راوړی. دا د انتحاری تکنیک، د جنګ روزه، خواړه او دوا، د هغوی د کورنیو په امن کی اوسیدل دا ټول له کومه کیږی. طالب مشر منصور څه کول ایران کی چی د راتلو وخت بیا امریکایانو ووشته؟ پریږی د خدای په خاطر دا خوسی خبری. په الله قسم چی بده درباندی راشی له یهودو نه به هم مرسته غواړی.

غوربندي

لونګ صاحب

ستاسو دلايل متاسفانه ډېر زاړه دي.

د ملي اردو د سرتيرو (ځانوژونکو) دا بې خرته تلفات کله هم لدې وحهې نه دي چې هغوی تش لاسي دي، بلکه د خدای زور وسلې او مهمات ترې طالبانو ته پاته کيژي.

غ.حضرت

عجیب د خرې زامن دی دا امریکائیان.هیڅ منطق نلری.البته ایرانی چارواکی هم مازی د خړی زامن دی او جرئت نلری پدې ترخه حقیقت اعتراف وکی چی: فعلاً د افغان خاوره یوې کازینو غوندی ده، هر ډول قمار باز پکی لګیا دی او لوبه کوی، ځینی ئې ګټی او ځینی ئې بایلی او ځینی په خپل حال پاتی دی.پدې منځ کی یو احمق را پیدا کیږی او په لوړ آواز ناره کوی چي ایهاالناس! فلانی قمار باز سمه لوبه نه کوی او په چل کی دی، غواړی هر څه وګټی. نو آیا ددې کس ږغ به یو احمقانه او د خره… نور لوستل »

سیلاب

لونګ صاحب ! کشکی تاسی رښتیا په دی نه پوهیدلی چه طالبانو ته وسلی او مهمات له کومه کیږی په هر صورت زه به درته واضح کړم : لمړی : غلامان خو د فاحشو موقف کی قرار لری هر څوک پوهیږی چه فاحشی شکلی کالی ، ګآنی ، عطریات او د میکپو پیسی له کومه کوی . زه له تاسی پوښتنه کوم چه امریکایانو ته دغه وسلی او مهامات چه ورکړل او چا ورزده کړل؟ بله پوښتنه دا ده چه څلورپیړی دمخه خو اوسنی امریکا نه وه څرنګه کیدی شی چه امریکا په دوه دری پیړیو له زیږیدلو سره سم… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x