کم خوب انسان غوصه ناک او سخت مزاجه کوي/ څيړنه

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۰ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): نوې څيړنې ښيي چې د څو محدودو شپو کم خوب ددې لپاره کافي دی چې د انسان مزاج سر سخته، غوصه ناک او قهرجن کړي.

ددغه څيړنې پرمهال (که څه هم اوس په لومړیو پړاوونو ده) د کم خوب او غوصه ناکې لهجې ترمنځ اړیکې موندل شوي، د څیړنیز پوهانو په وینا آن چې د یوې شپې کم خوب هم د انسان مزاج قهرجن کوي.

د رواني ناروغيو پوهانو د خوب او غوصه ناک مزاج ترمنځ پخوا اړیکې موندلي خو دا اندازه یې نه وه ټاکلې چې څومره کم خوب د یوه عام انسان مزاج بدلوي؟

ددغې پوښتنې ځوابولو لپاره امریکایي پوهانو له هغو کسانو چې په نه خبره غوصه کیږي او یا یې په مزاج کې ناوړه بدلون راځي ازموینې ترسره کړې.

په دغه سلسله کې پوهانو یو شمېر کسان په دوه ګروپونو وویشل چې یو ګروپ ته د پوره خوب او دویم ګروپ ته د څلور څخه تر دوه ساعتونو پورې د خوب کولو توصیه وشوه.

د غوصه راوستلو لپاره دغې کسانو ته تیز او بیکاره اوازونو واوریدل شول، دوی وموندله هغه کسان چې کم خوب یې کاوه د پوره خوب کونکو په پرتله ژر غوصه او په مزاج کې يې بدلون راته، حیرانونکې دا وه چې د کم خوب کونکو مزاج د ټولې ورځې لپاره ګډ وډ وو.

د همدې دلیلونو په بنیاد پوهانو د یو کس مزاج بدليدو او غوصه راتلو لپاره ۵۰ سلنه د خوب کموالی ښودلی دی، دوی وایي چې مناسب خوب له ۶ څخه تر ۸ ساعتونو دی، خو ۳ یا ۴ ساعته خوب کول د انسان مزاج قهرجن کوي.

له دغې محدودې څیړنې وروسته پوهانو د پوهنتون محصلینو ته مشوره ورکړه چې باید هر کس د شپې لخوا پوره خوب وکړي، په دې کې هغه کسان چې له یادې اندازې څخه یې کم خوب کاوه سخت مزاجه او ژر غوصه کېدونکي موندلي دي.

د غوصې پرمهال په ځان قابو نه ساتل د نبوي اخلاقو څخه نه دي، پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي تر ټولو بد اخلاقه انسان هغه دی چې د غوصې پرمهال پر ځان قابو او صبر ونکړي، هر هغه کار کوم چې د غوصې ګرځېدو لامل کیږي پریښودل شي.

د یادونې ده چې کم خوب یوازې د انسان پر مزاج اغیز نه کوي، بلکې د حافظې کمزورتیا، ذهني توازن، زړه، فالج او د شکر په څیر د سترو ناروغیو ګواښ څو چنده لوړوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د