
سي ای اې: بن سلمان د خاشقجي د قتل پر مهال د وژونکې ډلې له مشر سره په اړيکه کې و
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل):د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې «سي ای اې» په خپل راپور کې ويلي، چې د سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د سعودي خبريال جمال خاشقجي د قتل پر مهال د وژونکې يوولس کسيزې ډلې له مشر سعود قحطاني سره په اړيکه کې و.
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې د سي ای اې د راپور په استناد ليکلي، چې سي ای اې د ولي عهد بن سلمان او د وژونکې ډلې د مشر سعود قحطاني ترمنځ د اړيکو ريکارډ ترلاسه کړی، خو د دواړو خبرې روښانه نه دي.
سي ای اې وايي، چې د دغو خبرو محتوا ظاهرا داسې ښکاري، چې بن سلمان د خاشقجي د وژنې په اړه له خپل سلاکار او د وژونکې ډلې له مشر سره د خاشقجي د قتل په اړه خبرې کوي.
د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې بن سلمان د ۲۰۱۷ کال په اګسټ مياشت کې خپلو پلويانو ته ويلي و، که په دې ونه توانېده، چې جمال خاشقجي هېواد ته راستون کړي، نو د هغه پر ضد به له هېواده بهر ترتيبات ونيسي او ورځپاڼه زياتوي، چې شونې له دغو ترتیباتو د بن سلمان موخه د خاشقجي د ترور پلان و.
د سي ای اې وياند د وال سټريټ ژورنال په راپور له څه ويلو ډډه کړې او د سپينې ماڼۍ وياند ويلي، چې د استخباراتي ادارې په څېړنو څه نشي ویلی.
سي ای اې تر دې وړاندې هم ترکيې ته په لېږل شوي څېړنيز راپور کې ويلي و، چې جمال خاشقجي د محمد بن سلمان په امر وژل شوی دی، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لا هم په دې اړه د سي ای اې په راپور باور کولو ته نه دی تيار او زياتوي، چې دوی ته خپلې ګټې مهمې دي او په ګڼو څرګندونو کې يې له بن سلمان څخه دفاع کړې ده.