اسلام اباد: د تحريک لبيک مشر پر ملي خيانت او ترهګرۍ تورن شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د پاکستان د مرکزي حکومت د اطلاعاتو وزير فواهد چوهدري په اسلام اباد کې رسنيو ته ويلي، چې د تحريک لبيک ګوند مشر خادم حسين رضوي د پاکستان د قانون سپکاوی کړی او هغه اوسمهال د لاهور ترهګرۍ ضد محکمې له لوري په ترهګرۍ تورن دی او پر ضد يې د ترهګرۍ دوسيه رسمي شوې ده.

د تحريک لبيک مشر خادم حسين رضوي او نورو مشرانو د توهين رسالت صلی الله عليم وسلم د تورنې اسيه مسيح د خوشې کولو په غبرګون کې په ټول پاکستان کې پراخ لاريونونه پيل کړي وو او په دې اړه يې د پاکستاني ملکي او پوځي چارواکو پر ضد د بغاوت اعلان کړی و، قاضيان او پوځي جنرالان يې له اسلامه وتلي بللي و، خو امنيتي ځواکونو د دغه ګوند لوړپوړي مشران نيولي او اوسمهال په زندانونو کې تر څېړنو لاندې دي.

د پاکستان د اطلاعاتو او کلتور وزير زياته کړې، چې کومو خلکو د لاريونونو پر مهال عامه املاکو ته زيان رسولی، مېرمنو سره يې بد چلند کړی او د چارواکو پر ضد يې توندې ژبې کارولي، د دغو ټولو پر ضد په سيمه ييزو تاڼو کې دوسيې رسمي شوي او محکمه به يې په اړه له څېړنو وروسته پرېکړه وکړي.

د اطلاعاتو وزير ويلي، چې د بغاوت سزا عمري بند دی او قانون، چې د تورنو کسانو په اړه کومه پرېکړه کوي، هغه به عملي کيږي.

فواده چوهدري د لاريونوالو ويناوو ته په اشاره وويل، که د پارلمان، د پوځ سرلښکر، قاضي القضات، جنرالان، قاضيان او يا سياستوال په ژبه ياديږي، هېواد له ستونزو او ننګونو سره مخ کيږي او له دغو خلکو سره به د دې څرګندونو په اړه حساب کتاب کيږي.

د پاکستان واکمن تحريک انصاف ګوند دغه لوړپوړي چارواکي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د عمران خان په مشرۍ تحريک انصاف په ۲۰۱۳ کال کې ټول اسلام اباد د چارواکو پر مخ تړلی و او حکومتي چارې په ټپه درولې وې، څلور مياشتې پرله پسې يې د حکومت پر ضد ويناوې کولې، پارلمان يې جعلي باله او حکومت يې په جعلکاريو تورن کړی و او له خلکو يې غوښتي وو، چې د حکومت پر ضد بغاوت وکړي، خو د هغه وخت لومړي وزير نواز شريف يې پر وړاندې له زغمه کار اخيستی و، چې بالاخره عمران خان دغه اوږدمهالی لاریون پای ته ورساو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د