
ځلاند: د انس حقاني پرېښودل د سولې له بهیر او باور جوړونې سره مرسته کولای شي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د کابل پوهنتون استاد او د سولې په برخه کې فعاله ډاکټر فیض محمد ځلاند ویلي چې د انس حقاني پرېښودل د سولې له بهیر او باور جوړونې سره ښه دېره مرسته کولای شي.
نوموړي ویلي چې امریکایانو انس حقاني د بحرین په هوايي ډګر کې ونیوی او تر پوښتنو ګرویږونو وروسته ورته معلومه شوه چې انس حقاني هیڅ جنګي مخینه نه لري، بلکې د مدرسې شاګرد او ځوان هلک دی، نو یې حکومت ته وسپاره، خو حکومت یې له دې ډاره نه خوشي کوي چې د شمالي ټلوالې له لورې به باندي نیوکي وشي .
ځلاند زیاتوي چې بل لوري ته حکومت هغه کس (عليپور) خوشي کوي چې په لسګونو انسانان یې وژلي او حکومت خپله باندي عریضه کړې، او د پولیسو د وژنې تر څنګ یې پوستې سوځولي دي.
د یادونې وړ ده چې د طالبانو د مرستیال مشر سراج الدین حقاني کشر ورور آنس حقاني شاوخوا څلور کاله وړاندي د بحرین په هوايي ډګر کې هغه وخت ونیول شو کله چې قطر هیواد څخه د بحرین پر لاره پاکستان ته روان و.
نوموړی د حافظ رشید په ملتیا د ګوانتنامو څخه د خوشي شویو بندیانو او په ځانګړي ډول د حافظ رشید د ورورو (مولوي محمد نبي عمري) لیدنې ته تللی وو.
مولوي محمد نبي عمري د خوست ولایت دی، د ګوانتنامو څخه د ازادېدو وروسته اوسمهال د طالبانو په سیاسي دفتر کې د افغان شخړي د حل اړوند مذاکراتي ټیم کې غړی دی.
خلاند صاحب ! سلامونه اونیکی هیلی مو ومنه ! مه خوابدی کیږه اتبا سلنه ښه مسلمان او ښه استعداد لری او شل سلنه د ملت ګرایی په طوفان کی غرق یاست، الله ج سل سلنه مسلمان غواړی یاایها الدین ادخل کافه .. سل په سلو کی اسلام کی ننوځی اتیا سلنه کافی نه دی . بل ځای کی فرمایی چه ژبه، رنګ ، سمت او داسی نور، صرف او صرف د پيژندنی د پاره دی مثلا ستاسی نوم، ستاسی کورنی ، ستاسی کلی کور ، ستاسی ولایت، ستاسی هیواد او بلاخره دغه د زمکی کره د نورو په مقایسه ستا… نور لوستل »
بيانزي صاحب احترام مو په ځاي، د ځلاند ورور په ليکنه کي خو زه داسي څه نه وينم چه هغه د ځوک په ملت ګرائي تورن ګړي، ځلاند ورور ليکي چه علي پور قاتل ازاديږي، نو که انس هم ازاد شي د سولي له بهير سره به مرسته وشي. نو اوس زه نه پوهيږم چه دکوم دليل له مخي تاسو هغه په شل فيصده ملت ګرائي تورن کوي. زه به يو مثال راوړم، که چيري زه په کابل کي ديوه تاجک سره په خپله مورني ژبه خبري وکړم نو بيا به هغه او بيانزي صاحب ماته ملت ګرا وائي او… نور لوستل »
کاروان صاحب سلامونه.
بیانزی صاحب د خلکو فکر له مسله څخه بل طرف ته اړولی،مسله د انس حقانی ده،
او هغه هم ملی ګرایی ته اړولی ده
ځلاند صاحب ښه مسله لیکلی ده.حقانی صاحب کورنی په دا جګړه کی ډیر غټ تلفات ولیدل،انس حقانی باید ازاد شی،
ګران او قدرمن استاد ځلاند صاحب اسلام علیکم ورحمته الله و برکاته،
محترما،ډیری ښه مسله ته مو اشاره کړی ده،انس (حقانی)سل په سلو کی د ازاد ژوند کولو مستحق دی،باید ازاد شی،
د ټولو لیکونکیو ،مبصرینو ،سیاسی او د سولی فاعلینو څخه په احترامانه هیله کوو،چه د انس حقانی ازادیدو په باره د زړه له اخلاصه مرسته وکړی،تر څو د دولت او طالیبانو په منځ کی باور او اعتماد منځ ته راشی او سوله ته لاره هواره شی،
عجیبه استدلال، نن ورځ هر کله چی یو پښتون رښتیا ووایی هغه تل په ملت ګرا متهم دی خو که بل څوک د ملت ګرایی خبری وکړی هغه حق وایی.
شیرزاد صاحب! وطن دوستی او وطنپرستی یوله بله توپیر لری ، وطنپرستی ملی ګرایی او وطن دوستی ملی ګرایی نه ده، حیوانات هم د خپل ټاټوبی او سیمی سره مینه لری حتی نباتات هم د خپل چاپیریال سره د بل پرتله ډیر توافق شيی . د خپلو حقوقو ، د خپلی کورنی، کلی کور، قوم ، هیواد او حتی د نورو ستورو پرتله زمکه زمونږ ټاټوبی دی ګټه تری ترلاسه کوو زمونږ ژوند ورپوری تړلی مونږ یی باید له حقوقو او عزت دفاع وکړو دا چهاد دی اسلامی مونږ ته نه یواځی جواز راکړی بلکه دا ثواب دی او دفاع… نور لوستل »
وکاروان صاحب ! زه ځلاند صاحب ته ډیر درناوی لرم هغه ښه اسلام دوسته استاد او لږ غوندی وطنپرست هم ورسره دی مونږ چه د هغه د میل ګرایی په اړه څه چه څه ناڅه ( شل سلنه ) ملی ګرایی لری د هغه له نورو غونډو ( په ځانګړی ډول هغه غونده چه اروپا کی ورته نشنلستانو د ده د پاره جوړه کړی وه او ځلاندی صاحب پکی څرګندی دملګرایی څه ناڅه خبری وکړی . کاروان صاحب زه هم یو وخت غیر شعوری ملی ګرا حتی یو وخت د لږ وخت د پاره د خلقیانو سره یو ځآی شوی… نور لوستل »