
افغانستان کې د ايډز ناروغي په بې سارې توګه زیاته شوې
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۰لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د روغتيا وزارت وايي چې په افغانستان کې د ايډز ناروغي تر بل هر وخت زياته شوې ده او اوس مهال نژدې اته زره کسان په ايچ ای وي ايډز ناروغۍ اخته دي او يوازې په تير يو کال کې دوه زره تنه په دې ناوړه ناروغۍ اخته شوي دي.
د روغتيا وزارت وايي له تيرو څو کلونو راهيسې د ايډز ناروغي په افغانستان کې مخ پر زياتېدو ده چې لامل يې نشه يي توکي او نامشروع جنسي اړيکې دي.
وزارت وايي چې زياتره فاحشې ښځې او سړي، زندانيان او د نشه يي توکو روږدي په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
د دسمبر لومړۍ نېټه هر کال په نړۍ کې د ايډز د ورځې په مناسبت لمانځل کيږي، په کابل کې هم په دې اړه «د ايډز د نويو پيښو مخنيوی وکړئ» تر سرليک لاندې جوړه شوې غونډه کې د روغتيا وزارت چارواکو دا څرګندونې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې له تيرو نږدې ۱۲ کلونو راهيسې په افغانستان کې د ايډز ناروغي مخ په زياتېدو ده، خو تر دې وړاندې دا ناروغي په زياتره لويديځو هيوادونو کې عامه وه.
د ايډز ناروغانو ته په ټولنه کې د فاحشو او بدلمنو په سترګه کتل کيږي چې د افغانستان په څېر ټولنه کې دا ډول ناروغۍ د شرم او خجالت وړ بلل کيږي.
د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د ايډز د کنټرول د پروګرام مشاور ډاکټر محمد رفيق قاضي زاده وايي چې دا ناروغي د ناروا جنسي اړيکو او ککړيو پيچکاريو د کارولو له لارې رامنځته کيږي.
قاضي زاده وايي چې د دې ناروغۍ د درملنې له پاره د ډاکټرانو له مشورې سره سم د دوامدارې درملنې په واسطه کيدلای شي دا ډول ناروغان د نورو خلکو په څېر عادي ژوند ومومي.
د روغتيا نړيوال سازمان د ايډز د کنټرول اداره وايي چې په نړۍ کې نژدې ۴۰ ميليونه کسان د ايډز په ناروغۍ اخته دي چې زیاته برخه يې په لويديځ هيوادونو کې دي.
د سازمان په وينا تر دې دمه په ټوله نړۍ کې نژدې يو ميليون خلکو د ايډز له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.